سلايډ (فيچر) لوبې

افغانستان په پرلپسې توگه یولسمه یوه ورځنۍ لوبه هم وبایلله

شیبه وړاندې د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ دوهمه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې

د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

وېسټ انډیز ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په پیل کې د شای هوپ او اېون لوېس غوره ملگرتیا او په پای کې د پوران چټکې توپ وهنې په مرسته ۲۴۷ منډې جوړې کړې.

د وېسټ انډیز د توپ وهنې او د افغانستان توپ اچونې بشپړ راپور لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

وېسټ انډیز افغانستان ته د ۲۴۸ منډو هدف وټاکه

افغانستان لپاره نن بیا حضرت الله ځاځی او جاوېد احمدي توپ وهنه پیل کړه، خو د لوبې پنځم بال کې جاوېد احمدي له کومې منډې جوړولو پرته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. د لوبې دوهم اور کې د حضرت الله ځاځی د سوځېدو چانس برابر شو خو ډگر ساتونکی اسانه کېچ ونشو نیولی او په دې ډول حضرت الله ځاځی خوندي پاتې شو.

لومړۍ وېکېټې له لاسه ورکولو وروسته رحمت شاه او حضرت الله ځاځی د ۵۳ منډو ملگرتیا جوړه کړه، خو دغه ملگرتیا د لوبې څوارلسم اور کې د رحمت شاه رن اوټ کېدو سره پای ته ورسېده. له ځانگړی ځنډ پرته د لوبې پنځلسم اور کې حضرت الله ځاځی هم د شاټ وهلو هڅه کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او د افغانستان درېیم لوبغاړی هم وسوځېد.

د پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ بیا هم ادامه پیدا کړه، او دا ځل اصغر افغان کمزورې لوبې څخه وروسته د لوبې نولسم اور کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او د افغانستان ستونزې نور هم زیاتې شوې.

پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو څخه وروسته اکرام علي‌خېل او نجیب الله ځدران د ۳۰ منډو ملگرتیا په جوړولو بریالي شول، خو دغه لنډه ملگرتیا هم په اوه ویشتم اور کې د اکرام علي‌خېل سوځېدلو سره پای ته ورسېد او افغانستان خپل پنځم لوبغاړی هم له لاسه ورکړ.

پنځم لوبغاړی سوځېدو څخه وروسته محمد نبي او نجیب الله ځدران په ۷۲ توپونو د ۶۸ غوره ملگرتیا جوړه کړه. د لوبې نهه دېرشم اور په وروستی بال نجیب الله ځدران خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او ورسره دغه مهمه ملگرتیا هم پای ته ورسېده. د راتلونکی اور په لومړۍ بال محمد نبي هم وسوځېد او افغانستان دوه توپونو کې دوه مهمې وېکېټې له لاسه ورکړې. له ځانگړی ځنډ او منډو پرته راشد خان هم د شاټ وهلو هڅه کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

افغانستان د کمزورې توپ وهنې پایله کې بشپړ پنځوس اورونه هم ونشو لوبولی او ۴۵٫۴ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۰ منډې جوړې کړې او په ۴۷ منډو يي ماتې وخوړه.

افغانستان لپاره نجیب ځدران په ۶۶ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۶، رحمت شاه په ۵۴ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۳ او محمد نبي په ۳۸ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

حضرت الله ځاځی په ۳۰ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزې په مرسته ۲۳، جاوېد احمدي په ۴ توپونو صفر، اکرام علي‌خېل په ۳۶ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۹، اصغر افغان په ۸ توپونو ۳، راشد خان په ۹ توپونو ۲، شرف الدین په ۱۶ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۳، مجیب ځدران په ۳ توپونو صفر او نوین الحق په ۱۱ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۸ منډې جوړې کړې.

وېسټ انډیز لپاره کوټرېل، چېس او والش درې درې وېکېټې واخیستې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون