افغانستان سلايډ (فيچر)

ملي امنیت شورا له طالبانو سره د پټې لیدنې په اړه راپورونه رد کړي

د ملي امینت شورا ویاند هغه ګنګوسې رد کړي، چې تېره ورځ د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ ښار کې له طالبانو سره د ملي امنیت د پلاوي د پټې لیدنې په اړه په ځينو رسنیو کې خپرې شوې.

ځینو بریښنايي رسنیو د ملي امنیت د یو شمېر سرچینو له خولې خبر ورکړی و، چې د جمعې په ورځ د طالبانو  یو پلاوی د اماراتو او سعودي عربستان په توسط ابوظبۍ ښار کې له افغان حکومتي استازو سره خبرو ته کښېنول شوي دي.

دا خبر لومړی په یو شمېر ویب پاڼو کې،چې تر ډېره حکومت پلوي رسنۍ بلل کېږي راغی او زیاته کړې يې وه، چې  غونډه لا هم روانه ده او وروستي معلومات به یې بیا شریک کړای شي، خو تر اوسه یې کوم رسمي چارواکي په جزئیاتو له رسنیو سره خبره نه ده کړې.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل پر خپل ټویټر دا ډول راپورونه رد کړي.

نوموړی لیکي:

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون