اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

کرنې وزارت: سږ کال د جلغوزي حاصلاتو کې ۱۰سلنه زیاتوالی راغلی

د کرنې وزارت چارواکي وايي، سږ کال په هېواد کې د جلغوزې حاصلات ۲۴ زره ټنو ته رسېدلي، چې د فیصدې له مخې د تېر کال په پرتله له ۱۰ تر ۱۲ سلنې پورې زیات شوي دي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، سږ کال یې د ځنګلونو د څېړنې له مخې اټکل کړی دی چې د جلغوزې حاصلات به ۲۴ زره ټنو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال د هېواد په کچه د جلغوزې حاصلات ۲۳ زره ټنه وو.

د ښاغلي رستمي په خبره دا مهال د هېواد نهو ولایتونوکې ۴۴ زره هکټاره ځنګلونه د جلغوزې په ونو پوښلي دي، تر ټولو زیاته جلغوزه په پکتیکا، پکتیا، خوست، کونړ، لغمان، نورستان او کاپيسا کې کېږي چې یوازې په پکتیا او خوست کې نږدې ۴۰ زره نفر د جلغوزې په راټولولو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې جلغوزه، پسته او زعفران د افغانستان مهم صادراتي توکي دي چې په ۱۶ هېوادونو کې ښه بازار لري.

د کرنې وزارت د اټکل له مخې که د جلغوزې د قاچاق مخه ونیول شي او افغان حکومت یې هېوادونو ته صادره کړي، نو ۱ میلیارد او ۴۰۰ میلیونه ډالر به ترې ترلاسه کړي.

افغان حکومت یوه ورځ د جلغوزي د نړیوالې ورځ په نامه هم او همدارنګه یې د هوايي دهلیزونو له لارې سږ کال یوازې چین ته ۶۰۰ ټنه جلغوزه صادر کړې ده او نورو هېوادونو ته یې هم د صادرولو چارې روانې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون