افغانستان خبر سلايډ (فيچر) سياست

اروپاېي اتحادې هیله ښودلې چې د ټاکنو د پایلو وروسته طالبان او حکومت د سولې بین الافغاني ناسته وکړي

د اروپاېي اتحادې د بهرنیو سیاست مسوولې تېره ورځ د اروپاېي اتحادې د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۸مه غونډه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې پر روان کړکیچ خبرې کړي.

فدریکا موګرینی په اروپاېي اتحادیه کې د بهرني سیاست مسولې تیره ورځ په یاده غونډه کې د وینا پر مهال د افغانستان د روانو ولسمشریزو ټاکنو د نتایجو د زر اعلان غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د لسمشریزو ټاکنو د نتایجو له اعلان وروسته هیله ده طالبان او افغان حکومت د سولې بین الافغاني ناستې پېل کړي.

د موګریني په وینا اروپاېي اتحادیه پر ټولو سیاسې ډلو غږ کوي چې  باید د افغانستان د مشروع دولت او طالبانو تر منځ سولې ته کار وکړي.

فدریکا موګرینی زیاته کړي چې د سولې د مذاکراتو په سر کې افغانان دي او دغه پروسه بین الافغاني ده، هغې همداراز  هیله ښودلې چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې مذاکرات بیا پېل شي.

موګریني ویلي چې اروپاېي اتحادیه به د سولې د پروسې ملاتړ وکړي خو په افغانستان کې باید زموږ اتلس کلونو لاسته راوړنې وساتل شي.   

فدریکا موګرینی د ټاکنو په خپلواک کمیسیون غږ کړې تر څو د ټاکنو پایلې زر اعلان کړي تر څو دولت مشروع بڼه ومومي.

همداراز په اروپاېي اتحادیه کې د افغانستان نماینده رولانډ کوبیا په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي وو ((د اروپاېي اتحادیې د بهرنیو وزیرانو په ۲۸مه غونډه کې مو په افغانستان کې د اوربند په تړوا خبرې وکړې تر څو د سولې پروسه په چټکۍ سره پر مخ ولاړه سي)).

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون