روغتيا او ژوند

د مثانې سرطان؛ دغه درې کړنې مو ژوند ژغورلی شي

مثانه یوه تشه کڅوړه ده چې لگن خاصره کې موقعیت لري. د بدن دغه مهم غړی له اطراح څخه وړاندې د ادرار د زېرمه کولو دنده په غاړه لري.

پښتورگي بولې تولیدوي چې دغه بولې بیا د ځانگړو لېږدوونکو نلونو له لارې له پښتورگو څخه مثانې ته لېږدول کېږي. تشناب ته د تگ پر مهال، د مثانې عضلات پر بولو باندې فشار راوړي چې د اطراحي نل له لارې له بدن څخه خارج شي.

انسان هغه مهال د مثانې په سرطان اخته کېږي چې د مثانې حجرات غیر نورمال وي یا وده يې له کنترول څخه بهر شي. د وخت په تېرېدو سره دغه حجرات په تومور بدلېږي. دغه مضر حجرات د لمف نژدې غدو او نورو اعضاو کې خپرېږي. په ځینو قضیو کې دغه مېکروب حتی لرې پرتو اعضاو لکه سږو، هډوکو او ځیگر کې هم خپرېږي.
که څه هم د مثانې سرطان د سرطان له عامو ډولونو څخه نه دی، خو له شک پرته وژونکی دی.

هغه ۳ کړنې چې د مثانې سرطان مخه نیسي:

۱- ډېر مایعات وڅښئ
څېړنو ثابته کړې چې ډېر مایعات، په ځانگړی ډول اوبه، څښل د مثانې په سرطان د اخته کېدو خطر کوي.

داسې فکر وکړئ چې مثانه یوه لنډمهاله ذخیره ده. دا هغه ځای دی چېرې چې ټول هغه زهري مواد چې بدن څخه د پښتورگو له لوري تصفیه شوي ذخیره کېږي. له همدې امله مثانه کې ډېر زهري مواد موجود وي، او که چېري دغه زهري مواد د اوږدې مودې لپاره مثانې کې پاتې شي نو په سرطان بدلېږي.

له همدې امله د زیاتو اوبو څښلو په مرسته دغه زهري مواد د اطراحي نل له لارې خارجول ډېر زیات اړین دی. دا هم مهمه ده چې اوږدې مودې لپاره ادرار ونه ځنډول شي. که چېرې اړتیا پیدا شوه، له ځنډ پرته تشناب پیدا کړئ او خپله مثانه تشه کړئ.

مثانې کې د ادرار پاتې کېدل وژونکی ثابتېدای شي.
زیات اوبه څښل او ژر ادرار کول د مثانې سرطان څخه د مخنیوي تر ټولو غوره او وړیا لاره ده. خو پوښتنه دا ده چې کومه اندازه اوبه کافي دي؟ که څه هم دغه برخه کې مختلف نظریات شته، او د اوبو اندازه د انسان د ژوند په طریقې اړه لري، خو په اوسط ډول ښځینه باید د ورځې ۱۱٫۵ پیالې او نارینه ۱۵٫۵ پیالې اوبه وڅښي.

۲- سگرېټ مه څښئ
د امریکا د سرطان ټولنې پر بنسټ، سگرېټ څښونکو کسانو کې د عامو انسانانو په پرتله د مثانې په سرطان د اخته کېدو خطر درې چنده زیات دی. د نېشنل انسټیټیوټ او هېلت د ۲۰۱۱ څېړنې پر بنسټ، د مثانې په سرطان د اخته کسانو ۵۰ سلنه سگرېټ څښونکي دي.

۳- سبزیجات او مېوه زیاته وخورئ
که څه هم ځینو څېړنو وړاندیز کړی چې زیات سبزیجات او مېوه خوړل د مثانې له سرطان څخه مخنیوی کوي، خو یو شمېر نورو څېړنو کې بیا دغه ادعا نه ده ثابته شوې. خو بیا هم، غوره او صحي خواړه انسان له بې شمېره ناروغیو ژغورلی شي او د سرطان د مختلفو ډولونو خطر کمولی شي.

په ۲۰۱۶ کې د Investigative and Clinical Urology طبي مجلې کې خپره شوې څېړنې کې که څه هم ځانگړو خوړو او د مثانې سرطان د مخنیوي ترمنځ کومه اړیکه نه ده موندل شوې، خو بیا هم وړاندیز کوي چې زیات سبزیجات او مېوه خوړل او پروسس شوې غوښه لږه کارول د مثانې د سرطان په مخنیوي کې مرسته کولی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون