افغانستان سلايډ (فيچر)

د کاپیسا امنیه قومندان فرید مشعل ټپي شوی

د کاپيسا د امنیه قومندانۍ یوه سرچېنه خبر ورکوي، چې د دغه ولایت امنیه قومندان سمونوال فرید احمد مشعل د نجراب ولسوالۍ له امنیه قومندان حبیب اندرابي سره یو ځای د وسله‌والو طالبانو په برید کې ټپي شوی دی او دا مهال روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

خبر وايي، د کاپيسا امنیه قومندان فرید مشعل نجراب ولسوالۍ ته د عملیاتو په موخه تللی و، چې هلته تر وسله‌وال برید لاندې راغلی.

ویل کېږي، نوموړی په اوږه کې لګېدلی او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

فرید احمد مشعل له دې وړاندې د غزني د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کړې، چې هلته د دندې پر مهال د بې ګناه خلکو د شکنجه کولو او ترې تم کولو په جرم له دندې ګوښه کړای شو، خو وروسته پر ولسمشر د یو لړ فشارونو په ترڅ کې سږ کال د کاپيسا د امنیه قومندان په توګه وټاکل شو.

وسله والو طالبانو  هم د کاپيسا د امنیه قومندان د ټپي کېدو او په نجراب کې ټپه درې د عملیاتو په اړه ویلي، چې امنیتي ځواکونو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي او پراخه سېمه یې ترې نیولې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون