افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

نشنل انټرسټ : امرىکا باىد خپل پوځيان له افغانستانه وباسي

امرىکايۍ نشنل انټرسټ ورځپاڼې د امریکا د جګړو په اړه په یوه تازه خپاره کړي مطلب کې لىکلي چې د امرىکا په تارىخ کې د امرىکا تر ټولو اوږد مهاله جګړه په افغانستان کې روانه ده.

د خپرونې په وينا اوس هغه وخت را رسېدلی چې امرىکا باىد خپل پوځ له افغانستانه وباسي او دغې جګړې ته د پاى ټکی کښېږ دي.

سرچېنه کاږي، چې د جګړې د پاى ته رسولو ىواځينۍ لاره مذاکرات دي او امرىکاىان باىد له طالبانو سره لغوه شوي مذاکرات بىا پیل کړي.

دغې امریکایۍ ورځپاڼې ﺯىاته کړې ده چې اوس افغان امنىتي ځواکونه کولى شي چې د خپل هېواد دفاع په خپله وکړي او نور د بهرني ځواکونو پاتې کىدو ته ضرورت نشته.

د سرچينې په وىنا د افغان ځواکونو شمېر له طالب وسله والو څو برابره ډېر دى او د وسلو په لحاظ هم تر پخوا ښه شوي،ډېری خلک د حکومت ملاتړي دي او د طالب وسله والو له راتګ سره مخالفت کوي نو هغه ویرې چې ګواکې د بهرنىانو له وتلو وروسته به طالب وسله وال په زره راځې او نظام به را نسکوروي ، بې مانا دي.

نشنل ټرسټ ، د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو غږ کړی تر څو د سولې په روانو خبرو کې له رښتنولۍ کار واخلي.

د مطلب لیکوال لىکي، چې ددې پر ځاى چې پر بهرنيو ځواکونو لګښت کيږي دغه مصارف دې پر افغان امنىتي ځواکونو وشي تر څو وتوانيږي چې پر ىواځې ځان د جګړې مخه ونیسي.

ورځپاڼه په پای کې ټىنګار کوي چې د جګړې ىو لامل د بهرنىو ځواکونو شتون دى، که بهرني ځواکونه ووځي نو جګړه به ژر پاى ته ورسي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون