ټکنالوژي

اپل خپل تر ټولو پیاوړی «مک بک» وړاندې کړ

له څو میاشتو اټکلونو او د معلوماتو د افشا کېدو لړۍ راهیسې اپل کمپنۍ خپل نوی مک بک پرو لپ ټاپ خرڅلاو ته وړاندې کړ، چې د دغې کمپنۍ تر ټولو پیاوړی لپ ټاپ بلل کېږي.

دغه نوی مک بک پرو ۱۶ انچه رټینا مخ‌پاڼه او ۸ کور لرونکی پروسېسر لري. دغه لپ ټاپ تر ۶۴ گېگابایټ رم او ۸ گېگابایټ گرافکس کارت سره وړاندې کېږي.

د نوي ۱۶ انچه مک بک پرو بیه له ۲۸۰۰ امریکايي ډالرو څخه پیلېږي او تر ټولو لوړې ځانگړنې لرونکې بڼې بیه يې بیا ۶۷۰۰ امریکايي ډالرو ته رسېږي چې په ځینو هېوادونو کې ښایي د مالیاتو وروسته دغه بیه نوره هم لوړه شي.

د مک بک اکثره کاروونکي دغو لپ ټاپونو کې بټر فلای ډوله کیبورډونو څخه شکایت درلود، چې له همدې امله نوي مک بک پرو کې ځانگړی مجېک کیبورډ ورکړل شوی.

دغه لپ ټاپ کې ۳۰۷۲*۱۹۲۰ ریزلوشن لرونکی مخ‌پاڼه ورکړل شوې. له دې سربېره مخ‌پاڼه يې د پکسلونو ۲۲۶ پي پي ای تراکم لري چې د اپل کمپنۍ ادعا پر بنسټ تقریباً ۶ مېلیونه پکسله وړاندې کوي.

۱۶ انچه مک بک پرو کې لږ تر لږه ۶ او ۸ کوره لرونکی نهم جنریشن پروسېسر کارول شوی چې د ټربو بوسټ په مرسته سرعت يې ۵ گېگاهرتز ته رسېږي چې د کواډ کور ۱۵ انچه مک بک پرو په پرتله ۲٫۱ ځلي چټکه ده.

له دې سربېره، ۱۶ انچه مک بک پرو کې ۱۰۰ واټه بېټرۍ کارول شوې، چې دا د مک بک لپ ټاپونو په تاریخ کې تر ټولو ستره بېټرۍ ده او ۱۱ ساعتونو لپاره د چارج ساتلو وړتیا لري.

د نوی مک بک پرو بنسټیزه بڼه به ۵۱۲ گېگابایټ او یو ټېرابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره وړاندې شي، چې کاروونکي کولی شي د اضافي لگښت منلو سره دغه وړتیا ۸ ټېرابایټ ته لوړه کړي.

د دې لپ ټاپ نورو ځانگړنو کې شپږ لاوډ سپیکرونه لرونکی غږیز سیستم، پیاوړې بېټرۍ، ټچ بار، ټچ ای ډي، فورس ټچ ټکنالوژي لرونکی ټچ پډ او د اپل ټي۲ امنیتي چپ شامل دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون