افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

ګارډین: لوګر کې سلګونه ماشومان په ښوونځيو کې د جنسي تېري ښکار شوي

د ګارډین ورځپاڼې په یو تازه راپور کې ادعا شوې چې د لوګر ولایت په شپږو ښوونځیو کې ښوونکو او د ښوونځیو نورو مسؤلو کسانو په شاوخوا  ۵۴۶ ماشومانو جنسي تاوتریخوالی کړی دی خو د پوهنې وزارت دا راپور نه رد او نه تائی کړی،وایي رسنۍ باید د خپلو ارقامو د وړاندې کولو په برخه کې له کره معیارونو کار واخلي.

راپور وايي، د پېښو ځینې قربانیان چې ویډیوګانې یې فیسبوک ته راوتلي دي، د خپلو کورنیو لخوا ان وژل شوي هم دي. او زیاتوي، چې پنځو کورنیو وروسته له هغې خپل زامن وژلي چې په ټولنیزو شبکو یې ویډیوګانې خپرې شوې: « همدا تېره اوونۍ یو ۱۳ کلن او یو ۱۵ کلن هلک وژل شوي دي، تر اوسه لا معلومه نه ده چې دا ماشومان چا وژلي دي.»

خو پوهنې وزارت دا جنسي زور زیاتي له کبله د ماشومانو د وژل کېدو خبر نه تائیدوي، مګر دغه وزارت وایي، په دې تړاو یې د پلټنو لپاره ځانګړی هیئت او پلاوی ټاکلی دی.

یو هلک چې  د تمیم مستعار نوم یې ورځپاڼې ته خبرې کړې، وايي، تېر کال ترې سرمعلم د جنسي اړیکې غوښتنه وکړه او دی مجبور شو چې ویډیو ترې وکړي: « ما ته یې ویل چې مینه درسره لرم، ماسره سیکس وکړه، تر هغو چې ویډیو مې ترې نه وه کړې، پلار مې خبره زړه ته نه اچوله.»

په راپور کې د دغه هلک له قوله د یو سرمعلم په اړه راغلي چې د ښوونځي په کتابتون کې یې شخصي خونه لرله چې له رخصتۍ وروسته او د جمعې په ورځ به یې په کې هلکان لوبول او اوس دا سړی له دندې ایسته شو، خو په معارف وزارت کې اوس په لوړ پوسټ کار کوي.

د داود په نوم یو بل مستعار کس بیا وايي چې معلم یې ورته ویلي وو یا به سیکس راسره کوې یا به په امتحان کې ناکامېږې.

په راپور کې راغلي چې د لوګر ځوانانو، فعالانو او ټولنیزو بنسټونو له ګڼو پلټنو وروسته نږدې سل ویډیوګانې له فیسبوکونو څخه را ایستلې دي چې ښيي ماشومان په کې د معلمانو لخوا د جنسي تېري ښکار شوي دي،

د یادونې ده، له دې وړاندې د کابل پوهنتون په شمول په یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې هم د اخلاقي فساد او د نه بریالیتوب له ویرې له زده کوونکو څخه د استادانو د جنسي استفادې او ځورونې په اړه هم خبرونه رسنیز شوي، خو دا لومړی ځل دی، چې د یوه ولایت په کچه له سلګونو ماشومانو سره هغه په ښوونیزو مرکزونو  کې د اخلاقي فساد پيښې رسنیزې کېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون