لوبې

افغانستان وېسټ انډیز ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه

همدا اوس د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه روانه ده. شیبه وړاندې د افغانستان توپ وهنه پای ته ورسېده او وېسټ انډیز ته يي د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان لپاره رحمن الله گربز او حضرت الله ځاځی توپ وهنه پیل کړه. دواړو لوبغاړو چټکه لوبه پیل کړه او غوره ملگرتیا په جوړولو بریالي شول، خو د لوبې د څلورم اور په دوهم بال رحمن الله گربز او په درېیم بال حضرت الله ځاځی خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

دوه مهمو وېکېټو له لاسه ورکولو څخه وروسته، د تېرو لوبو په څېر د افغانستان د پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ پیل شوه او له ځانگړی ځنډ او منډو پرته يي شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل.  له حضرت الله ځاځی وروسته، اصغر افغان، کریم جنت، ابراهیم ځدران او محمد نبي له ځانگړو منډو او ملگرتیا پرته خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې.

خو د لوبې وروستیو اورونو کې د نجیب الله ځدران او گلبدین نایب ملگرتیا د پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ ته د پای ټکی کېښود او افغانستان يي له ستونزمنو حالاتو وویستله، خو د لوبې وروستی اور کې گلبدین نایب هم خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

ټاکل شوو شلو اورونو پای ته رسېدو سره افغانستان خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو څخه وروسته ۱۴۷ منډې جوړې کړې او وېسټ انډیز ته يي د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره حضرت الله ځاځی په ۱۵ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۶، رحمن الله گربز په ۱۲ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۵، کریم جنت په ۱۸ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۲۶، اصغر افغان په ۱۴ توپونو ۸، ابراهیم ځدران په ۱۲ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۱۱، محمد نبي په ۶ توپونو ۳ او گلبدین نایب په ۱۸ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۴ منډې جوړې کړې. نجیب ځدران په ۲۴ توپونو ۲۰ او راشد خان په ۲ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۵ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

وېسټ انډیز لپاره وېلیمز ۳ او هولډر او کیما پاول دوه دوه وېکېټې واخیستې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون