لوبې

د کریم جنت ۵ وېکېټې؛ افغانستان وېسټ انډیز ته ماتې ورکړه

شیبه وړاندې د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان د کریم جنت پیاوړې توپ وهنې په مرسته وېسټ انډیز ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

ټاکل شوو شلو اورونو پای ته رسېدو سره افغانستان خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو څخه وروسته ۱۴۷ منډې جوړې کړې او وېسټ انډیز ته يي د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان د توپ وهنې بشپړ راپور لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

افغانستان وېسټ انډیز ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه

وېسټ انډیز لپاره ځوابي توپ وهنه اېون لوېس او برنډن کېنگ پیل کړه، خو د لوبې څلورم اور کې نوین الحق د برنډن کېنگ سوځولو سره دغو لوبغاړو ته د ملگرتیا جوړولو اجازه ورنکړه.

لومړۍ وېکېټې څخه وروسته، کریم جنت بریالۍ توپ اچونه وکړه او د لوبې اتم او خپل لومړۍ اور کې يي هېټمایر سوځولو سره افغانستان لپاره دوهمه وېکېټه واخیسته. نوموړی خپل دوهم او د لوبې لسم اور کې دوه وېکېټې واخیستې او د اېون لوېس او روترفورډ په سوځولو بریالی شو.

د لوبې دولسم اور کې کریم جنت د کېرون پولارډ سوځولو سره خپله څلورمه او افغانستان لپاره پنځمه وېکېټه واخیسته. له ځانگړی ځنډ پرته د لوبې پنځلسم اور کې راشد خان د هولډر سوځولو سره افغانستان لپاره شپږمه وېکېټه واخیسته او په دې ډول دغې لوبې کې د افغانستان بریا یقیني شوه.

د لوبې اتلسم اور کې کریم جنت د کیما پاول سوځولو سره خپله پنځمه وېکېټه هم واخیسته.  دا شل اوریزو لوبو کې د نوموړي تر ټولو غوره توپ اچونه وه. د لوبې وروستی اور گلبدین نایب ترسره کړه او خپل دغه اور کې يي خپل لومړی او افغانستان لپاره اتمه وېکېټه واخیسته.

ټاکل شوو شلو اورونو پای ته رسېدو سره وېسټ انډیز خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۰۶ منډې جوړې کړې او د ۴۱ منډ په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.

نننۍ لوبې کې وېسټ انډیز لپاره رامډین په ۲۷ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۴ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

افغانستان لپاره کریم جنت لوبه گټونکې توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل څلورو اورونو کې یوازې ۱۱ منډو ورکولو سره پنځه مهمې وېکېټې واخیستې. نوین الحق، راشد خان او گلبدین نایب هم یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون