لوبې

د گربز پیاوړې توپ وهنه؛ افغانستان ۱۵۶ منډې جوړې کړې

همدا اوس د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو وروستۍ لوبه روانه ده. شیبه وړاندې د افغانستان توپ وهنه پای ته ورسېده او وېسټ انډیز ته يي د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان لپاره یو ځل بیا حضرت الله ځاځی او رحمن الله گربز توپ وهنه پیل کړه، خو حضرت الله ځاځی یو ځل بیا کومې منډې جوړولو څخه پرته د لوبې لومړی اور کې وسوځېد. له حضرت الله ځاځی وروسته کریم جنت هم له ځانگړی ځنډ او منډو پرته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

خو بل لوري ته رحمن الله گربز غوره او پیاوړې لوبه کوله او نورو توپ وهونکو سره يي د ملگرتیا جوړولو هڅه کوله. نوموړی ابراهیم ځدران سره هم د ۳۲ منډو ملگرتیا جوړه کړه چې دغه ملگرتیا کې د ابراهیم ځدران ونډه یوازې یوه منډه وه. د لوبې اتم اور کې ابراهیم ځدران رن اوټ کېدو سره دغه ملگرتیا پای ته ورسېده.

درې مهمو وېکېټو له لاسه ورکولو څخه وروسته، اصغر افغان له رحمن الله گربز سره د ۵۰ منډو غوره ملگرتیا جوړه کړه، چې دغه ملگرتیا د لوبې څوارلسم اور کې د اصغر افغان سوځېدو سره پای ته ورسېده او نجیب الله ځدران توپ وهنه پیل کړه.

د لوبې اولسم اور کې افغانستان د رحمن الله گربز مهمه وېکېټه له لاسه ورکړه او ورسره یو ځل بیا د پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ هم پیل شوه. د لوبې نولسم اور په لومړۍ، څلورم او د شلم اور په لومړۍ بال افغانستان په ترتیب سره د نجیب ځدران، راشد خان او محمد نبي وېکېټې له لاسه ورکړې.

افغانستان ټاکل شوو شلو اورونو پای ته رسېدو سره د رحمن الله گربز پیاوړې توپ وهنې په مرسته اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۶ منډې جوړې کړې او وېسټ انډیز ته يي د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره رحمن الله گربز په ۵۲ توپونو د شپږو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۷۹ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. اصغر افغان په ۲۰ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۴، محمد نبي په ۷ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۱۵ او نجیب الله ځدران په ۱۴ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۱۴ منډې جوړې کړې.

حضرت الله ځاځی په ۴ توپونو صفر، کریم جنت په ۶ توپونو ۲، ابراهیم ځدران په ۱۰ توپونو ۱ او راشد خان په ۱ بال صفر منډو باندې خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې. گلبدین نایب په ۴ توپونو ۴ او نوین الحق په ۲ توپونو ۲ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

وېسټ انډیز لپاره کوټرېل، وېلیمز او پاول دوه دوه او کېرون پولارډ یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون