افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبانو ننګرهار کې داعش ته د سترې ماتې ورکولو اعلان وکړ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې یوه اعلامیه خپره کړې، چې وایې ننګرهار کې داعشي جګړه مارو ستره ماتې وخوړه، ټولې سیمې ترې ونیول شوې او پاتې تر تعقیب لاندې دي او نور په دغه ولایت کې په بشپړ ډول ختم شول.

اعلامیه کې راغلي چې د روان ۲۰۱۹م کال د نهمې/ ستمبر میاشتې په ۲۰ تاریخ طالبانو په ننګرهار کې د داعش پر ضد د الفتح تر نامه لاندې پراخ عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې د ننګرهار ډېری ولسوالۍ له داعش وسله والو پاکې کړې.

طالبان ادعا کوي چې دغه عملیات د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ نه پیل شول او تر اچین ولسوالۍ رسېدلي چې ټولې ۷ ولسوالۍ د طالبانو په لاس د داعش وسله والو څخه پاکې شوي دي.

تېره میاشت د الفتح عملیاتو په جریان کې د طالبانو یو نامتو قومندان د هوایې ځواکونو لخوا په خوګیاڼیو کې ووژل شو، طالبانو پخوا رسنیو ته ویلي ول چې حکومت مو مخ ته خنډ جوړوي تر څو د داعش وسله والو سره جګړه پر مخ ولاړه نه شي خو حکومت د طالبانو دغه ادعاوې ردوي.

د اعلامیې له مخې د ننګرهار د شیرزادو، خوګیاڼي، پچير اګام، هسکه مینه، کوټ، سپین غر او اچین چې په اچین ولسوالۍ کې پیښه، تختي او باغ دره چې د داعش وسله والو وروستۍ ځاله وه  په مکمل ډول د داعش وسله والو څخه نیول شوې.

طالبانو ویلي چې د الفتح عملیاتو په ترڅ کې د داعش د لوړپوړو قومندانانو په شمول ۱۹۳ تنه داعشیان وژل شوي او ۱۳۰ تنه ټپیان دي.

د مجاهد په وینا په اچین کې د داعش په وروستي پټن ځاې کې د داعشیانو د کورنیو په شمول ۸۵۹ تنه چې د طالبانو لخوا کلابند شوي ول د حکومت د ټانګونو او هوایي عملیاتو په زور د شپې له سیمې ووتل.

اعلامیې زیاته کړې ده چې کوم داعشیان چې له سیمې په تېښته بریالي شوي او په غرونو کې دي د طالبانو لخوا څارل کیږي او له منځه به ولاړ سي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون