افغانستان سلايډ (فيچر) نظر

امریکا له افغانستان څخه د وتلو ستراتيژي نه لري؛ خو بیا هم باید ووځي!

لیکوال: جيروډ ای لابیر
ژباړه: نړۍ نیوز

د طالبانو او امریکایانو د سولې مذاکراتو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د خبرو د بیا پيل په پار رسمي سفرونه پيل کړل ترڅو د طالبانو او امریکایانو د نهم پړاو وروسته په ټپه دریدلې او شنډې خبرې را ژوندۍ کړي.
ولسمشر ټرمپ په کابل کې د یوه امریکايې سرتیري د وژل کېدو په غبرګون کې د تېر سپټمبر میاشتې په نهمه د یو ټویټ له لارې طالبانو سره مذاکرات لغوه اعلان کړل.

خلیلزاد د خپلو وروستیو سفرونو په جریان کې هڅه وکړه چې د مذاکراتو د بیا پيل په پار لومړی باید د طالب بندیانو او امریکایې پوهنتون د بهرنیو استادانو د تبادلې له لارې دواړو لور ته د باور فضا رامنځته کړي.

(امریکایانو د روانې میاشتې په نهمه اعلان وکړ چې موږ له طالبانو سره توافق ته رسېدلې یو چې د انس حقاني، مالي خان او حافظ عبدالرشید طالبانو ته وسپارو او په مقابل کې طالبان د امریکایې پوهنتون استاذان خوشې کړي، ولسمشر غني هم د امریکایانو خبر تائید کړ. خو د دواړو لورو تبادله په ټاکل شوې نېټه ترسره نه شوه او د امریکایانو د ځينو شرایطوله کبله وځنډیده، امریکایانو غوښتل چې طالب چارواکې مجبوره کړې تر څو له افغان حکومت سره مذاکرات پیل کړي، چې د طالبانو د سیاسي د فتر لخوا دا شرایط رد شول او علت یې لومړی د امریکا سره نهايی شوی تړون لاسلیک ښوولی و.)(ژباړن)

امریکایان پوه شول چې طالبان د امریکایانو له شوي توافق نه پرته زیات شروط نه مني همدا وو چې تېر بیګاه د شپې په ۸:۲۰ بجې د طالبانو درې تنه بندیان قطر ته ورسېدل.

د ټرمپ اداره غواړي چې په هر حال خپل پوځیان له افغانستان څخه وباسي، د ټرمپ ټاکنیز شعار همدا و، چې زه به له افغانستان څخه خپل پوځیان را وباسم، خو امریکایې پوځي جنرالان په دې هڅه کې دي چې له افغانستان څخه په داسې حال کې ووځي چې په افغانستان کې د تېر په څېر بیا خپل منځې جنګونه پیل نه شي.
امریکایې لوی درستیز جنرال مارک میلي تېره اونۍ رسنیو ته ویلي ول چې په افغانستان کې مو جګړه یېژ ماموریت پای ته رسېدلی او افغان حکومت او ځواکونه مخ په بسیا کیدو دي اوس تر یوه حده کولی شي چې د هېواد داخلي امنیت د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته پر خپله وساتي.

امریکایان باید ووځي خو د امریکایانو د وتو لپاره مناسبه لار نشته، له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې دغه تشه امریکایانو ډکه نه کړه چې که سبا دوی وځي نو څنګه ووځي؟ حقیقت دا دی چې نه افغان حکومت او نه افغان پوځ لا پر خپلو پښو نه دی ولاړ او نه شي کولی چې د هېودا داخلي امنیت په یواځې ځان وساتي.

که څه هم نیږدې دوژ لسیزې د یوه واکمن او قوي پوځ جوړولو له پاره کم وخت دی،خو اوس وخت داسې راغلی چې امریکایان دا تریخ حقیقت ومني او له افغانستان څخه ووځي.

موږ اتلس کاله پر افغان حکومت پانګونه وکړه خو اخر کې مو هیڅ تر لاسه نه کړل، افغان حکومت په اداري فساد کې په نړۍ کې لومړی هېواد یادیږي سره له دې چې موږ د فساد ضد سخت مبارزه وکړه خو رنګ یې رانه ووړ.
ویل کېږي چې په دې وروستیو کې په ولسمشريزو او ولسي جرګې په ټاکنو کې له حده زیات درغلۍ شوې. نړیوالو ادارو د افغان حکومت د کلنۍ بودیجې څخه ډیره مرسته وکړه خو دوی ونه توانېدل چې حتی خپل پولیسو ته معاش ورکړي.

د افغانستان روان اقتصادي حالت د ویلو نه دی، خلک بې کاره دي همدې بیکارې خلک اړ کړي ترڅو په ښار کې ترهګریزې کړنې وکړي او یا هم د مخدره موادو قاچاق ته زړه ښه کړي، حال دا چې نړیوالو ادارو له تېرو اتلس کلونو راهیسې په همدې هڅه کې دي چې د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.

لا تر اوسه د افغانستان په هغه ولایتونو کې چې طالبان حاکم دي ښځې آزادي نلري او د ښځو حقوق په ټوله کې نه دي مراعت شوي، امریکایانو یو بیلیون ډالر یواځې د ښځو د حقوقو په پر ځای کولو لګولي خو لاسته راوړنه یې د هیڅ په مانا ده، که چیرې امریکایان د افغان میرمنو د برخلیک په اړه اندیښمن وي ، نو باید افغان مېرمنې له ځان سره مهاجرې کړي.

کوم امریکایان چې له افغانستان څخه د وتلو یوې مناسبې شېبې ته په تمه دي، د تل لپاره به یې په تمه وي، لکه څنګه چې د جورج ټاون سیاسي ساینس پوه ډیویډ اډیلسټین لیکلي دي: “د وتلو ستراتیژیانې د مداخلو د عمومي بریا په پرتله خورا لږې مهمې دي.” او د متحده ایالاتو – افغانستان په قضیه کې ، زموږ مداخله په څرګنده توګه پاتې راغلې. موږ په افغانستان کې داسې یو حکومت نه دی جوړ کړی چې په دې تمه واوسو چې راتلونکې پنځه کلونو او یا لسو کلونو کې به یو قوي نظام راته جوړ کړای شي،  نو ښه دا ده چې همدا اوس ووځو.

له همدې امله د ټرمپ ادارې له طالبانو سره د خبرو اترو د بیا پیل هڅې وکړې. د امریکا متحده ایالات نشي کولی چې د دوی په حضور کې په افغانستان کې یو باثباته نظام ولري او هره معامله به هیڅ ډول دوامداره سوله او ثبات خوندي نه کړي.

افغانستان مخکې هم په ورته حالت کې و، د ۱۹۸۰مو کلونو په وروستیو کې د ژنیوا تړونونو په پایله کې شوروي اتحاد خپل پوځیان له افغانستان څخه وایستل، څو کاله وروسته په افغانستان کې کورنۍ جګړې شروع شوې او په ۱۹۹۰مه کې یې زور واخیست چې بیا طالبان واک ته ورسېدل.
لکه څنګه چې شوروي اتحاد د وتولو لپاره یو مناسبه سناریو نه درلوده همداسې نن ورځ امریکا هم نه پوهیږي چې څنګه ووځي او په افغانستان کې نسبتا یو ښه نظام په میراث کې پریږدي، چې دا ښکاره خبر ده چې په لنډ مهال کې دا چاره ناشونې او خورا ستونزمنه ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون