افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

نیویارک ټایمز: طالبانو د امریکايي پوهنتون دواړه استادان خوشي کړل

نیویارک ټایمز ورځپاڼې څو شیبې وړاندې سه شنبه/نومبر۱۹مه خبر ورکړی، چې قطر ته د انس حقاني او دوه طالب زندانیانو له رسېدو وروسته د امریکایي پوهنتون دوه استادان هم په افغانستان کې ازاد شوي؛ خو د خوشي کېدو د ځای ځایګي په اړه یې څه نه دي ویلي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته د طالبانو د قطر دفتر یوشمېر سرچینو منلې ده، چې دغه دوه بهرني استادان چې له طالبانو سره برمته وو، نن ازاد شوي دي او په خوندي ډول امریکایي لوري ته سپارل شوي دي.

امریکايي چارواکو هم ورځپاڼې ته یوازې دومره ویلي، چې د طالبانو له لورې خوشي شوي استادان دوی سره دي او یوه خوندي ځای ته انتقال شوي دي.

د یادونې ده، چې تېره شپه ناوخته د انس حقاني په شمول دوه طالب زندانیان قطر ته انتقال شول خو لا تر نن سهاره پورې د طالبانو سیاسي دفتر ته نه وو رسېدلي.

داسې ویل کیږي چې د دغو بهرنیو اسیرانو له تسلیمي وروسته به ښايي انس حقاني او ملګري يې نن قطر کې خپل دفتر ته ورسېږي.

تر اوسه د امریکا حکومت او طالبانو د دې تبادلې په اړه وروستي جزئیات او رسمي دریځ له رسنیو سره نه دی شریک کړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون