طالبانو ننګرهار ته د ولسمشر غني د نن سه شنبې/لړم ۲۸مه نیټې د تازه سفر او هلته له ولایتي چارواکو،امنیتي او استخباراتي مسوولینو، د ملي پولیسو، محلي پولیسو او پاڅونوالو له مشرانو سره د لیدنو کتنو او په دغه ولایت کې د داعش ډلې د بشپړې ماتې او د تسلیم شویو داعشیانو په اړه د نوموړي څرګندونو ته توند غبرګون ښوولی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، چې په ننګرهار کې د داعش ځپنې عملیات د دوی ابتکار او تر ټولو قوي عملیاتو وو او دا چې څوک وايي په دې کې د اشرف غني او حکومت رول څومره و، نو د داعش د ځپلو په عملیاتو کې د حکومت او امنیتي ځواکونو رول بیخې نه و، کیدای شي په ژغورنه کې يې رول لوبولی وي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي: « دکابل ادارې او بهرنیو حامیانو يې په ننګرهار کې د داعش په ملاتړ داسلامي مجاهدینو ته مشکلات جوړول، چې د عملیاتو د اوږدیدو سبب وو.
په پای کې د داعش هغو غړي ته چې د اسلامي امارت مجاهدینو په وروستیو ځالو کې محاصره کړي وو، د کابل ادارې لخوا نجات ورکړل شو، چې له داعش سره ښکاره خواخوږي ده.»
په دې اړه د طالبانو غبرګون د ذبیح الله مجاهد پر ټویټر :
۲/۱ ــ دکابل ادارې مشر اشرف غني جلال اباد ته تللی، ممکن هلته د داعش دماتې په اړه کاذبې ادعاوې وکړي.
دننګرهار د داعش په ماتې کې دکابل ادارې یو فیصد رول هم نه درلود.
دننګرهار میړنی اولس ددې قضې شاهد دی.
داعش ته ماتې داسلامي امارت شهکار و چې دالله په نصرت او دملت په مرسته ترسره شو.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) November 19, 2019
ولسمشر غني نن په ننګرهار کې د خپل سفر پر مهال امنیتي او استخباراتي ځواکونه له دې کبله وستایل،چې داعش ته یې ماتې ورکړه. نوموړي د تسلیم شویو داعشي جګړه مارو د سرنوشت په اړه وویل، چې د هغوی اکثریت چې پاکستانیان او د پولې پورې غاړې اوسېدونکي دي، حکومت نه بلکې که غوښتنه یې وشي، نو ولسونو ته به یې سپاري.
څرگندون