لوبې

بنگله‌دېشي لوبغاړی د لوبې جریان کې د خپلې لوبډلې بل لوبغاړی ډبولی

د بنگله‌دېش پخوانی چټک توپ اچوونکی شهادت حسین د کورنیو لوبو په جریان کې د خپلې لوبډلې بل لوبغاړی ډبولی چې له همدې امله پرې د پنځو کلونو بندیز لگول شوی.

د راپورونو پر بنسټ نوموړی د لوبې په جریان کې د خپلې لوبډلې په بل لوبغاړی غوسه شوی، او په څپېړه او لغته يي وهلی، د لوبې لوبڅارانو مداخله کړې او پېښې اړوند يي د بنگله‌دېش کرېکټ بورډ ته راپور ورکړی.

دغې پېښې څخه وروسته د بنگله‌دېش کرېکټ بورډ شهادت حسین باندې د چلند اصولو څخه د سرغړونې په جرم د پنځو کلونو بندیز لگولو پرېکړه وکړه. له دې سربېره نوموړی ۳۰۰۰۰۰ ټکه جریمه هم شوه.

که څه هم شهادت حسین خپله تېروتنه مني، خو وايي چې کرېکټ بورډ ورته ډېره سخته سزا اورولې او وايي چې خپلې تېروتنې منلو او بښنې غوښتلو څخه وروسته باید یوازې د شپږو میاشتو بندیز پرې لگول شوی و.

خو د بنگله‌دېش کرېکټ بورډ وايي چې د شهادت حسین ماضي ته کتلو سره پرې دغه بندیز لگول شوی. دا لومړۍ ځل نه دی چې نوموړی دغه ډول غیر اخلاقي او انساني کړنې ترسره کوي.

له دې وړاندې ۲۰۱۵ کې نوموړی او مېرمن يي خپل په ۱۱ کلنه خادمه باندې تشدد له امله دوو میاشتو لپاره زندان ته استول شوي ول. له هغې وروسته بیا ۲۰۱۸ کې نوموړی یو ځل بیا رېکشا چلونکی چې موټر سره يي ټکر شوی و وهلی او ډبولی و.

خو دغې پرېکړې څخه وروسته شهادت حسین وايي چې بل لوبغاړی يي یوازې ټېله کړی و.

نوموړی همداراز وايي چې مور يي د سرطان په ناروغۍ اخته ده او دغه خبر په پر هغې ډېره ناوړه اغېز وکړي. له دې سربېره نوموړی زیاته کړه چې پنځه کلن بندیز به د نوموړی اقتصاد به هم اغېزمن کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون