لوبې

افغانستان له قطر څخه ماتې وخوړه

د فوټبال د ۲۰۲۲ نړیوال جام او د ۲۰۲۳ اسیا جام ته لار موندنې لپاره افغانستان خپله پنځمه لوبه د قطر پیاوړې لوبډلې په وړاندې ترسره کړه او دغې لوبې کې يي ماتې وخوړه.

لوبه د کابل په وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شوه.

افغانستان د لوبې له پیل څخه غوره او پیاوړې لوبه وکړه او د سیالې لوبډلې په دروازې يي پرلپسې حملې وکړې، خو قطر چې د اسیا اتله لوبډله ده افغانستان ته د گول وهلو فرصت ورنکړ او ځوابي بریدونه يي کول.

د لوبې دېرشمه دقېقه کې ملي لوبډلې یوه پنالټي ترلاسه کړه، خو عمران حیدري ونه توانید دغه فرصت د افغانستان لپاره په گول بدل کړي، چې له همدې امله د لوبې لومړۍ نیمايي کې هېڅ یوې لوبډلې د گول په وهلو بریالي نشول او د لوبې لومړۍ نیمايي  ۰ – ۰ سره پای ته ورسېده.

د لومړۍ نیمايي اضافي ۳ دقېقو کې هم گول ونه وهل شو.

د لوبې دوهمه نیمايي کې هم گرمه لوبه ترسره شوه، او د لوبې تر پایه پورې د افغانستان یو لوبغاړی او د قطر دریو لوبغاړو ته لوبڅار ژېړ کارتونه ورکړل.

د لوبې ۷۶مه دقېقه کې د قطر لوبډلې د لوبڅار یوې غلطې پرېکړې پایله کې پنالټي ترلاسه کړه او قطري لوبغاړي اکرم عفیف دغه فرصت په گول بدل کړ او په دې ډول قطر د ۱ – ۰ توپیر سره له افغانستان څخه وړاندې شو.

د لوبې پاتې شیبو او اضافي وخت کې بل گول ترسره نشو، چې پایله کې يي دغه لوبه ۱ – ۰ توپیر سره د قطر په بریا پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې افغانستان دغې لوبې کې پیاوړې او بریالۍ لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د قطر پیاوړې لوبډله يي چې د اسیا اتله لوبډله ده سخت فشار سره مخ کړی و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون