روغتيا او ژوند

کورکمن د ستونی درد، زکام او ټوخی په طبیعي ډول درملوي

کورکمن د پخلي له هغو مساله‌جاتو څخه ده، چې هر کور کې د خوړو د خوند او رنگ د غوره کولو لپاره کارول کېږي، خو ایا پوهېدئ چې دغه مساله بې شمېره روغتیايي گټې هم لري چې په مرسته یې موسمي ناروغي هم درملوي؟!

کورکمن د مختلفو منرالونو، وېټامینونو، پروټینونو او فایبر غوره سرچینه ده. د دغو گټورو موادو په مرسته کورکمن د انټي اکسېډنټ، د پړسوب ضد، د فنگسونو ضد، بلغم له منځه وړونکی، د خېټې باد له منځه وړونکی، مېکروب وژونکی او سرطان ضد غوره او پیاوړې ځانگړتیاوې لري.

 

د ستونی درد، هاضمې خرابوالی، ټوخی او زکام لپاره د کورکمن روغتیايي گټې او د کارولو طریقه:

۱. د خرابي هاضمې لپاره

وچ کورکمن په اسانۍ سره میده او په پوډر بدلېږي. دغه پوډر همداسې وخورئ یا يي خوړو کې اضافه کړئ.

د کارولو طریقه:

څرنگه چې پورته هم یادونه وشوه، د هاضمې د غوره کولو لپاره کولی شئ د کورکمن چای وڅښئ، پوډر يي وکاروئ یا يي پوډر په خوړو کې واچوئ او ويې خورئ. که د ورځې په جریان کې کافي یا زیاته اندازه کورکمن نشئ کارولی، نو د هاضمې غوره کولو لپاره خپل ډاکټر سره تر مشورې وروسته د کورکمن گولۍ وکاروئ.

۲. د ټوخي د درملنې لپاره

د سږو د پړسوب یا عامې ناروغۍ له امله رامنځته شوی ټوخي لپاره کورکمن یو له تر ټولو غوره او گټورو طبیعي درملو څخه گڼل کېږي. د دې موخې لپاره باید کورکمن له زنجبیل او گبین سره وکاروئ. دواړه کورکمن او زنجبیل د ویروس او باکتریا ضد ځانگړنې لري او تنفسي سیستم کې پیدا شوي مېکروبونه له منځه وړي. گبین بیا د ستونی د خارښت ارامولو لپاره گټور دي. د درې واړو مخلوط ټوخي لپاره تر ټولو اغېزمنه طبیعي درمل ثابتېږي.

د جوړولو طریقه

  1. دوه – څلور کاچوغې تازه میده شوی زنجبیل، دوه چونډۍ تور مرچ، دوه کاچوغې د کورکمن پوډر، نیم گیلاس گبین او یوه دانه لیمو یوه کاسه کې واچوئ.
  2. ښه يي مخلوط کړئ.
  3. دغه مخلوط داسې ښېښه‌يي لوښي کې چې هوا په کې داخل نشي واچوئ.
  4. یو گېلاس اوبه وایشوئ، بیا يي پرېږدئ چې لږ یخ شي.
  5. څو کاچوغې همدا جوړ شوی مخلوط اوبو کې واچوئ او ويي څښئ.

۳. د ستوني درد لپاره د کورکمن غرغړه

د ستونی درد د له منځه وړلو لپاره تړمو اوبو کې کورکمن او لږه اندازه مالگه اضافه کړئ او بیا غرغړه کړئ.

اړین توکي

۱ گېلاس تړمې اوبه
نیمه کاچوغه د کورکمن پوډر
یوه کاچوغه مالگه

د جوړولو طریقه

یو گېلاس تړمو اوبو کې یوه کاچوغه عامه مالگه او نیمه کاچوغه کورکمن واچوئ،
ښه يي سره گډ کړئ
په نهاره يي غرغړه کړئ.

یاددښت: که مو د ستونی درد شدید او دوامداره وي، دغه محلول د ورځې دوه ځلي، سهار وختي په نهاره او د شپې تر ویده کېدو وړاندې غرغړه کړئ.

ډاډه شئ چې تر غرغړي وروسته د ۳۰ دقېقو لپاره څه ونه خورئ یا ونه څښئ، تر څو دغه محلول د ستوني ټول مېکروبونه په نښه او له منځه يي یوسي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون