افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

د امریکا او طالبانو د بندیانو تبادلې ته کورني او نړیوال غبرګونونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په کابل کې د امریکا سفیر جان بس ،د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ،د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ، یوناما، د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني ، امریکا کې افغان سفیرې او  اسلامي امارت د بندیانو د تبادلې هرکلی کړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپره شوي اعلامیه کې ویلي ، د بګرام له زندانه درې تنه بندیان او د طالبانو له لوري د امریکایي پوهنتون د دوو تنو استادانو د خوشې کولو هرکلی کوي، او دا یې د افغانستان اوږدمهالې جګړې د ختمولو لپاره مثبت ګام بللی دی.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د دوو پروفېسرانو خوشي کېدل ستايلي، او ويلي يې دي «مونږ دې پرمختګ ته په دې هيله ګورو او دا اشارې دي چې د افغانستان د ۴۰ کالو اوږده جګړه به ورسره ډېره زر د سياسی جوړ جاړي د لارې ختمه شي.»

پمپيو ویلي، «مونږ د افغان ولسمشر اشرف غني او د افغان دولت ستاينه کوو چې خپلو اهدافو ترلاسه کولو پله پرمختګ او ورسره د افغان ځواکونو په پياوړي کولو او اصلاحاتو کار کوي.» د امریکا د بهرنيو چارو وزير د اشرف غني لخوا په طالبانو د خبرو د غږ او اوربند يادونه کړې او ويلي يې دي په تېرو څو ورځو کې په کابل کې د تشدد کموالی موږ ته د بېن الافغاني خبرو د کاميابۍ هيله راکوي د کوم څه دپاره چې امریکا مرستې ته تیاره ده.»

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جایس پين هم د دغې تبادلې هرکلی کړی او له ټولو ښکېلو خواوو یې مننه کړې.

بل خوا بیا ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوو استادانو سربیره یې لس تنه افغان عسکر هم خوشي کړي دي .

طالبانو بیا په خپرې کړې اعلامیه کې د قطر له چارواکو مننه کړې چې د بندیانو په تبادله کې یې اسانتیاوې برابرې کړي دي .

یاد استادان تیره ورځ طالبانو د زابل ولایت په نوبهار ولسوالې کې امریکايي ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شول .

د بندیانو تبادله دواړو جهتونو مثبت ګام بللی دی او ټولو سیاسي ډلو یې هرکلی کړي ، یولړ سیاسي شنونکې په دي باور دي ، چې د بندیانو تبادله کولای شي ، بین الافغاني خبرو ته لارپرانیزي .

افغان ولسمشر غني ویلي، د طالبانو درې مهم غړي یې په مشروط ډول خوشې کړي . دده په وینا دایې د حکومت او طالبانو د مذاکراتو پیلېدو په نیت تبادله کړې .

خو د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ویلي ، د بندیانو په تبادله کې مو د کابل ادارې سره معامله نه ده کړې.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د بندیانو تبادله د سولې د بهیر لپاره یو اړین او ښه ګام بللی او په دې چاره کې يې خپل رول هم یاد کړی دی، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دوی څرنګه او کوم رول لوبولی.

همدارنګه د کابل اوسېدونکو او د سیاسي چارو ډېری کارپوهان دا تبادله د سولې

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون