افغانستان سلايډ (فيچر)

سیاسي کارپوه او وتلی لیکوال وحید مژده په وسله‌وال برید کې شهید شوی

وحید مژده

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تائید کړه، چې د سیاسي چارو کارپوه او د سولې فعال وحید مژده په مرګوني برید کې وژل شوی دی.

نوموړي وویل، چې وحید مژده نن چارشنبه/نومبر۲۰مه مازیګر مهال کابل ښار کې د روسیې سفارت ته څېرمه د دوو تنو موټرسایکل سپرو وسله‌والو تر برید لاندې راغی او وروسته یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې.

کورنیو چارو وزارت وايي، پېښه تر څېړنې لاندې ده او په اړه به یې پلټنې وشي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې له دې وړاندې د سولې پر دوو نورو فعالانو نظر محمد مطمین او حسن حقیار هم د ناڅرګندو وسله والو له لورې بریدونه شوي.

د سولې فعالان او د سیاسي چارو شنونکي د دا ډول مرموزو وژنو او د سولې د فعالانو هدف ګرځول غندي او د سولې د هیلو د زیاتېدو سره هم‌مهاله په پلازمېنه کې د داسې تروریستي بریدونو د پړې ګوته حکومت او استخباراتي ارګانونو ته نیسي.

د وحید مژده کورنۍ ته نیژدې سرچینې وايي چې پر نوموړي باندي د هغه د کور سره نیژدې د دوو موټرسایکل سپرو وسلوالو له لوري برید وشو چې له امله یې هغه سخت ټپي شو.

دوی وايي، بریدګر له سیمې څخه تښتېدلي دي او نوموړی د کورنۍ د غړو له لوري روغتون ته رسول شوی دی.

خو اوس تازه راپور وايي، چې ښاغلي مژده په روغتون کې ساه ورکړه.

وحید مژده د روس ضد جهاد له مهاله په سیاسي او فرهنګي فعالیت پېژندل کېده. همدارنګه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزارت کې د ديپلوماسۍ ریاست غړی و.

ښاغلي مژده لومړنی کورنی لیکوال و، چې د طالبانو له سقوط وروسته یې د طالبانو د حکومت په اړه د «طالبان و پنج‌سال سیطره آنان بر افغانستان» سیاسي او تحلیلي کتاب ولیکه ، چې تر ډېره بریده له سختو نیوکو سره هم مخ و.

نړۍ نیوز اداره د خپل همېشني همکار او د هېواد د وتلي لیکوال او سیاسي فعال استاد وحيد مژده د شهادت له کبله د نوموړي کورنۍ او خواخوږو ته تسلیت وړاندې کوي او لوی رب ته یې د جنت په اعلی مقاماتو د نازولو او د هېواد په سیاسي او سوله‌خوښي کهول کې د تشې د ډکولو لپاره دعا کوو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون