افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبانو ۲۰۱۸کال کې تر ټولو خونړۍ جګړه پر مخ وړې

د یوې نوې سروې له مخې چې یوازې د جنګي ډلو د جګړیزو فعالیتونو په اړه یې معلومات خپاره کړي،وايي په سوریې او عراق کې د داعش او نورو جنګي ډلو له لورې د تاوتریخوالي په کمېدو په افغانستان کې مرګوني او خونړي بریدونه ډېر شوي دي.

د روان کال د ترهګریزو پېښو په اړه په یوې سروې کې چې نن چارشنبه/نومبر۲۰مه نشر شوې، راغلي چې د تېر ۲۰۱۸م کال په اوږدو کې طالبانو د نړۍ د وسله والو ډلو په منځ کې تر ټولو زیات بریدونه او خونړۍ جګړه کړې.

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د تروریزم نړیوال انډکس چې د آسترالیا په سیدنې ښار کې د مېشت د سولي او اقتصاد انسټېټیوټ لخوا خپور شو ، ښیي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې افغانستان کې د ټولو وژنو یو اویا ۷۱ سلنه د طالبانو له خوا شوي دي.

دا شمېره د ټولې نړۍ د تروریستي پېښو د قربانیانو ۳۸ فیصده جوړوي.

طالبان تېر کال تر داعش وسله والې ډلې په ختمېدلو سره چې تر ټولو لویه وژونکې ډله وه، مخکې شول.

د سولې او اقتصاد انسټېټیوټ د راپور پر اساس تېر کال د داعش ډلې له خوا د وژل شویو مجموعي شمېر ۷۰ فیصده راټیټ شوی او ۱۳۲۸ تنو ته رسېږي.

د دغه راپور له مخې په ټوله نړۍ کې تېرکال د تروریستي بریدونو د قربانیانو شمېر ۱۵۹۵۲ تنو ته ورسېد.

د ۲۰۱۹م کال د ترهګرۍ په اړه خپاره شوي راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۸م کال په کچه په روان کال کې د ترهګرو لخوا د وژل شوو کسانو شمېر کم شوې خو بیا هم د نړې په ۷۱ هېوادو کې په نسبې ډول یو کس د وسله والو لخوا وژل شوی، چې افغانستان د نړۍ په کچه لومړی هېواد شمېرل کیږي چې تر دې مهاله په کې ۷۰۰۰ کسان د وسله والو ډلو په لاس وژل شوي دي.

د راپور له مخې په ۲۰۱۹م کال کې نړې کې ترهګریزې کړنې زیاتې شوي چې ان لمنه یې تر شمالي امریکا او اروپا پورې غځېدلې او هلته هم ترهګریزې کړنې د تېر په کچه پراخې او ډیرې شوې دي.

راپور د نړیوال اقتصاد او سولې انسټیټویټ لخوا خپور شوی او معلومات یې هم د همدې ادارې له ډيټابیس څخه تر لاسه شوې دي.

د طالبانو لخوا د مرګ‌ژوبلې زیاتوالی

د اقتصاد او سولې نړیوال انستیتویت اجرایې رئیس سټیف کیلی لیا په وینا طالبانو ۳۸ سلنه مرګ ژوبله زیاته کړې چې دا په افغانستان کې د سولې په راوستو کې یو خنډ کیدای شي، د هغه په وینا په ۲۰۱۸م کال کې طالبانو ۶۱۰۳ تنه چې اکثریت يې امنتیتي او حکومت مامورین دي، وژلي چې د تېر کلونو په کچه ۷۱ سلنه زیات ول. د راپور په اساس ۲۰۱۸م کال کې د طالبانو د حملو شمېر ۹۲۷ ته رسیږي چې د تېرکال په کچه ۳۹ سلنه زیات شوي.

راپور وايي، په ۲۰۱۸م کال کې د طالبانو ۵۳ سلنه حملې پر افغان پولیسو او ملي اردو ځواکونو شوي چې ددغو حملو ۵۹ سلنه وژل شوي کسان پولیس او ملي اردو ځواکونه دي چې شمېر یې ۳۶۰۰ ته رسېږي.

د داعش په فعالیت کې ډراماتیک کمښت
د راپور په وینا په ۲۰۱۸م کال کې داعش وسله والو په نړۍ کې ۱۳۲۸ کسان وژلي چې له ۲۰۱۴م کال وروسته دا لومړی کال و چې داعش پکې کم کسان وژلي. امریکایان ادعا کوي چې داعش په سوریه او عراق کې د امریکا او متحدیونو لخوا مات شوي، نو ځکه یې د تېرو کلونو په کچه د حملو او مرګ ژوبلې اړولو کچه هم کمه شوې.

د ټرمپ د ادارې پالیسي داسې وه چې د داعش پر ضد خپل عملیات کم کړي خو د امریکا پوځي جنرالانو په وینا که چېرې داعش په سېمه کې ختم نه شي نو د اینده لپاره به ستر ګواښ وي.

راپور کې د نیوزلینډ جومات پېښه هم ذکر شوې چې په نیوزلینډ کې ستره خونړۍ پېښه بلل کیږي.

د راپور په وینا له تېرو پنځو کلونو راهیسې ترهګریزو پېښو کې ۳۲٪ زیاتوالی راغلی.

د شنونکو په اند، طالبانو په ۲۰۱۸کال کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له لورې د افغانستان د جګړې په اړه د نوې جګړیزې ستراتیژۍ له اعلان سره جوخت چې د هېواد په لر او بر کې يې د طالبانو د ځپلو په موخه تر نن ورځې پورې آن ملکي اهداف هم په نخښه کړي، خپلو حملې لا ګړندۍ کړې.

که څه هم سږ کال په ډېری ولایتونو او لیرې پرتو سېمو کې کابو هره ورځ شپني عملیات، چاپې او بمبارۍ ترسره کیدې،خو بیا هم د په جګړیز ډګر کې دې ډلې فعالیتونو کې پام وړ کموالی نه دی لیدل شوی،هغه څه چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت یې منلو ته چمتو نه دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون