افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

د امریکا سفیر د ملي امنیت اداره د «شورويانو» د تاکتیکونو په کارولو تورنه کړه

کابل کې د امریکا سفیر جان باس لږ وړاندې پر خپل ټویټر د ملي امنیت ادارې لخوا د لوګر د دوو تنو مدني فعالانو د اعترافاتو له ویډیو خپرولو وروسته د دغې سترې ادارې پر کړنلاره سخته نیوکه کړې او له تورنو کسانو څخه په زوره اعتراف اخستل یې غندلي.

نوموړي پر خپل ټویټر په یوه لنډ پیغام کې ، چې په دري ژبه لیکل شوی، وايي: «د شورویانو په څېر د افغانستان د ملي امنیت ریاست لخوا  دا ډول تاکتیکونو په کارولو ژور خواشینی یم. دا ډېره ویرونکې ده، چې له مدني فعالانو څخه چې د افغانستان د ماشومانو او هلکانو د ساتنې لپاره کار کوي، په زوره او تهدید سره اعتراف اخیستل کېږي.»

نن د یو لړ کورنیو او نړیوالو فشارونو له کبله د ملي امنیت د عمومي ادارې رسماً د لوګر د دوو تنو هغو مدني فعالانو د نیونې خبر تائید کړ او ورپسې جوخت دا اداره اړ شوه، چې د نیول شویو کسانو هغه لنډ ویډيي کلیپ په ټولنیزو شبکو کې نشر کړي، چې د دغه ولایت په ښوونځیو کې يې پر زده کوونکو هلکانو د جنسي تېریو لسګونه قضیې را برسېره کړې وې.

د ملي امنیت لخوا د دغو کسانو څخه په شوې ویډيو کې له ورایه څرګندیږي چې د یوه ورکول شوي متن له مخې خبرې او په جرم اعتراف کوي، وروسته خپله څېړنه نېمګړې بولي او له خلکو بخښنه غواړي. همداراز پر رسنیو هم نیوکه کوي، چې د ده څرګندونو ته یې بل رنګ ورکړی. (دا ویډیو د نړۍ نیوز پر ټویټر پاڼه شته ده.)

ولسمشر غني هم نن ماښام د لوګر په ښوونځیو کې پر ماشومانو او زده کوونکو د جنسي زورزیاتي د سلګونو پېښو د را برسېره کېدو په اړه ژوره خواشینې وښوده او د ملي امنیت ادارې له لورې د دې قضیو د رسوا کوونکو مدني فعالانو په اړه د اخستي پټ اقدام  او تر وخت مخکې په دې قضیه کې ښکېلتیا ناسم کار بللی.

د یادونې ده، چې د بښنې نړیوال سازمان، افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او په کور دننه او بهر د نړیوالو فشارونو په پایله کې، لومړی د لوګر د مدني ټولنو د مشر موسی محمودي او د هغه ملګري احسان حمیدي له نادرکه کېدو څو ورځې وروسته دا خبر رسنیو ته ورسېد، او بالاخره ملي امنیت هم د هغوی نېونه تائید کړه چې تر اوسه پرې ډول ډول غبرګونونه ښوول کېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون