امنيت سلايډ (فيچر)

اټلانټيک مجله: ډونلد ټرمپ ته «ښه جگړه» په ميراث کې ورپاتې شوه

سره له دې، چې د افغانستان په اړه وړاندوينه ستونزمنه ده، خو يو شمېر افغان کارپوهان هيله‌من دي، چې د ټرمپ په ولسمشرۍ کې به طالبانو ‏سره د سولې خبرو کې پرمختگ راشی

نړۍ نیوزـ  ۲۶ ډسمبر ۲۰۱۶

د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلو ټاکنيزو سياليو پر مهال د افغانستان پنځلس کلنې جگړې په اړه کومه ځانگړې يادونه نه وه کړې او يوازې څو ځل يې په خپل ټويټر پيغامونو کې ويلي و چې «موږ بايد له افغانستانه ووځو» «کرزی چلباز سړی دی» سره له دې، چې د افغانستان جگړه د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جگړه شوه، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د امريکا نوی ولسمشر د دغه هېواد په اړه څه سټراټيژي لري. ۲۰۰۲ راهيسې امريکا په افغانستان کې له سلو ميلياردو ډېر ډالر لگولي، کابل اوس هم په سلو کې اويا سلنه پر بهرنيو مرستو ولاړ دی او تر ټولو ډېرې مالي مرستې ورسره امريکا کوي. د افغانستان د تحليلگرانو شبکې غړی توماس روسټيگ وايي، دا ډېره ستونزمنه بريښي، چې د افغانستان حکومت دې د امريکا له مرستو پرته ژوند وکړای شي.

د افغانستان د چارو کارپوه او د نيويارک پوهنتون استاد بارنيټ روبين وايي: ټرمپ په دې باور دی، چې افغانستان سره مرستې کول، د امريکا ماليه ورکوونکو پيسې بې ځايه لگول دي او نوي ولسمشر سره په دې اړه کره دلايل هم شته. دی د ملگرو ملتونو پر هغو اسنادو دليل نيسي، چې وايي، له ۲۰۰۹ راهيسې افغانستان کې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي او ملگرو ملتونو په خپل راپور کې ويلي، چې روان کال کې۲۵۶۲ کسان وژل شوي او له ۶۰۰۰ زيات ټپيان دي.

په ورته وخت کې د شفافيت نړيواله ټولنه د افغانستان سياستوال د ميليونونو ډالرو په غلا تورنوي، چې نړيوالې ټولنې افغانستان سره کړي دي. اداري او مالي فساد افغانستان کې د بې وزلۍ تر ټولو ستر دليل بلل شوی، چې له امله يې اوس هم افغانان د پلازمېنې کابل په گډون په گڼو سيمو کې له بې وزلۍ سره لاس او گرېوان دي. روبين وايي، که ټرمپ افغانستان سره د مرستو د بندولو هڅه وکړه، د کانگرس له مخالفت سره به مخ شي. «خو زما باور دا دی، که هيلري کلنټن ټاکنې گټلې وای، د دغو مرستو په اړه به تر دې هم زيات بحثونه راپورته شوي وای.»

د چارو شنونکي پوښتنه کوي، چې ډونلډ ټرمپ به د امريکايي ځواکونو شمېر افغانستان کې همدومره پرېږدي که نه، سره له دې، چې ده په خپلو څرگندونو کې له امريکا د باندې د سرتېرو په شتون او فعاليت نيوکې کړي دي. بارک اوباما هم په خپله لومړنۍ دوره د افغان جگړې د پای ته رسولو پلان جوړ کړی و، خو اوس غواړي، چې له اتو زرو زيات سرتيري دغه هېواد کې پرېږدي او د راتلونکیي پرېکړه ټرمپ ته پرېږدي، چې دی څه کوي.

نوي ټاکل شوي ولسمشر له عراقه د امريکايي سرتېرو د وېستلو په اړه د اوباما پر تگلاره نيوکې کړي او په وينا يې د اوباما د پاليسۍ له امله دغه هېواد کې داعش ډله رامنځته شوه. ټرمپ يو خپل نژدې ملگري ته ويلي، دی د دې خبرې ملاتړ کوي، چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شتون د پاکستان د اتومي ځواک د څارنې لپاره اړين دي. پاکستان په دې وروستيو کې نور گواښونه هم رامنځته کړي او تر ټولو مهم يې د القاعده په گډون وسله‌والو ډلو سره هر اړخيزې مرستې دي، چې تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت پر ضد جگړې کوي.

ټرمپ د دغو څرگندونو او سټراټيژي په اړه اوس ډېر جدي نه برېښي، څو ورځې وړاندې يې د پاکستان لومړی وزير نواز شريف ستايلی و او ويلي يې و، چې «ښکلی سړی دی، ډېر ښه کارونه کوي» د امريکا له ولسمشريزو ټاکنو څو ورځې وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ډونلډ ټرمپ غير جدي سړی بللی و او ويلي يې و، چې «هر څه يې ذهن ته ورشي، هغه وايي.» طالبانو په يوه اعلاميه کې ډونلډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې، چې خپل ټول سرتيري له افغانستانه وباسي.

سره له دې، چې د افغانستان په اړه وړاندوينه ستونزمنه ده، خو يو شمېر افغان کارپوهان هيله‌من دي، چې د ټرمپ په ولسمشرۍ کې به طالبانو سره د سولې خبرو کې پرمختگ راشی، همدارنگه د اوباما ادارې هم هڅه کړې وه، چې افغان جگړه پای ته ورسوي، خو پايله يې ناکامي وه.

د ولسمشريزو سياليو پر مهال ټرمپ د امريکا په پاليسيو نيوکې کړې وې، چې القاعده او داعش ډله د امريکا د خپلې ناکامې سټراټيژۍ له امله رامنځته شوي، خو د طالبانو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

د سياسي چارو افغان کارپوه نظر محمد مطمين وايي، چې د طالبانو په اړه د ټرمپ خاموشي د دې نښه ده، چې کېدای شي طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ وکړي. د مطمين په وينا د افغانستان په اړه د ټرمپ لږې خبرې د دې ښکارندوی دي، چې دی طالبان د يو گواښ په توگه نه بولي.

بانيټ روبين شکمن دی او وايي: «اوباما لږ تر لږه په دې وتوانېد، چې القاعده، داعش او طالبان سره جلاړ کړي.» دی وايي، داعش غواړي، چې افغانستان کې خپلې پښې ښې ټينگې کړي، ډېری غړي يې له طالبانو جلا شوي ناراضه غړي دي او په هېواد کې يې د گڼو بريدونو مسووليت هم منلی، چې ډېری يې په شيعه‌گانو شوي دي. طالبان داسې نه دي او نه غواړي، چې د داعش په څېر عام خلک ووژني.

روبين وايي: « ټرمپ به دغو ټولو ډلو ته په يوه سترگه وگوري او دا ټول ورته يو شان برېښي.»

ډېری افغانان په دې فکر دي، چې افغانستان کې د امريکا پخوانی سفير زلمی خليلزاد افغانستان کې د روان بدلون لپاره وړ سړی دی او يو شمېر نور په دې باور دي، چې خليلزاد د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار و او کولای شي، چې د پاکستان پر ضد جدي گامونه پورته کړي.

افغانستان او عراق کې د امريکايي سرتېرو پخوانی قوماندان جنرال مايکل فلين ډونلډ ټرمپ د ملي امنيت سلاکار ټاکلی او ده روان کال جنوري کې الجزيرې ټلويزيون سره په خپله کې منلې وه، چې  بې پيلوټه بريدونه د ترهگرو په زياتولو کې مرسته کوي، همدارنگه يې دا هم ويلي و، چې شپه‌نيزې چاپې د وژلو او کمولو پر ځای نور ترهگر پيدا کوي. د افغانستان د ژورنالېستانو ټولنې ويلي، چې د ټولې نړۍ په پرتله افغانستان کې ډېر بې پيلوټه بريدونه کېږي. فلين دا هم ويلي، «که ته له بې پيلوټه الوتکې بم وغورځوې، د خپلو گټو او ښه‌والي پر ځای دې زيان ډېر ورساو.» د سپينې ماڼۍ نوې واکمنۍ د افغان جگړې او بې پيلوټه بريدونو په اړه کېدای شي جلا پاليسي غوره کړي؛ ځکه د جگړې مهم اړخ اقتصاد دی او امريکا اوس مهال له اقتصادي رکود سره مخ ده.

د دې ټولو خبرو پايله دا ده، چې اوباما د خپلو ټولو هڅو سربېره افغانستان کې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلی  او خپل ځای ناستي ته يې يو «ښه جگړه» په ميراث کې پرېښوده او دا به وروسته څرگنده شی، چې ټرمپ څه ډول مخالفينو سره د سولې لاره غوره کوي او دغه جگړه څنگه پای ته رسوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون