افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

ټرمپ افغانستان ته د ناڅاپي او مهم سفر پر مهال بګرام کې له ولسمشر غني سره وکتل

د امریکا ولسمشر تېره شپه افغانستان ته د ناڅاپي سفر پرمهال په رسمي ډول ومنله، چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل شوي دي.هغه خبرې چې درې میاشتې وړاندې نوموړي په یوه ټویټ لغوه کړې وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پرون د نوامبر په ۲۸مه نېټه د شکرانې د مذهبي مراسمو په ورځ افغانستان ته ورسېد.

ټرمپ په بګرام کې د امریکايي ځواکونو په تر ټولو ستره نظامي اډه کې له ولسمشر غني سره هم وکتل، ښاغلي غني افغانستان ته د نوموړي د سفر هرکلي ترڅنګ په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د قربانیو مننه او د همکاریو ستاینه وکړه.

ښاغلي ټرمپ له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې اعلان وکړ چې له طالبانو سره یې خبرې پیل کړي.

د سپینې ماڼۍ د رسنیو د څانګې د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ ویلي، باور لري چې طالبان اوربند ته لېوالتیا لري. ټرمپ وروسته امریکايي سرتېرو ته هم په دې اړه خبرې وکړې او ویې چې طالبان د سولې تړون ته رسېدل غواړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته د یوه ناڅاپي ورتګ پر مهال ویلي، چې له طالبانو سره یې د سولې خبرې پیل کړې او په وینا یې دی پر دې باور دی، چې دغه ډله اوس اوربند غواړي.

ښاغلي غني ویلي، په خپلمنځي کتنه کې ده او ولسمشر ټرمپ دواړو ټینګار وکړ، چې که طالبان سولې ته ژمن وي، باید اوربند ومني.

ښاغلي ټرمپ افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمولو ژمنه هم بیا تازه کړه.

افغانستان ته د ټرمپ ناڅاپي سفر اهمیت څه دی؟

د شنونکو په باور افغانستان ته د ټرمپ له واکمنۍ راهیسې ناڅاپي او لومړني رسمي سفر ځينې مهم پيغامونه لري.

د بي بي سي پښتو راډیو مشر داود اعظمي وايي، د سولې په تړاو د ټرمپ په خبرو کې درې مهم ټکي وو؛ اول دا چې ده وویل، له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شوې دي:
«دا په دې مهمه ده چې نږدې درې میاشتې مخکې خپله ده له طالبانو سره خبرې په ټپه ودرولې، خو اوس خپله تاییدوي چې دا خبرې پیل شوې دي.»

دویمه خبره دا ده چې نوموړي په اوربند ټینګار وکړ، نو اوربند دوه ډوله تعبیرېدلی شي یو دا چې د خبرو بهیر یا پایله کې دا اوربند وشي، بل هغه اوربند دی چې افغان حکومت یې غواړي او وايي، د سولې تر خبرو مخکې باید دا طالبان یوه میاشت اوربند وکړي، چې وښيي دا ډله وېشلې نه ده او یو موټی دي او کومه پرېکړه چې وشي هغه پلې کولی شي:

ښاغلی اعظمي وايي، د ولسمشر ټرمپ دریمه خبره دا وه چې افغانستان کې به خپل پوځیان کموي او له پخوا راهیسې افغانستان کې د پوځیانو د شمېر کمولو خبره کوي.

“دا وخت افغانستان کې د امریکا له ۱۲ تر ۱۳ زرو سرتېري شته، تمه ده چې دا سرتېري نیمايي ته راټیټ کړي، خو دا روښانه نه شوه چې دا څومره وخت کې کموي، خو د دې لپاره پکار ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون وشي او بیا سرتېري کم شي.

د امریکا ولسمشر په سپټمبر میاشت کې د طالبانو او امریکايانو ترمینځ د نهو پړاوونو خبرې وروسته له هغه وځنډولې چې د کابل په مکروریان سیمه کې د طالبانو په موټر بم برید کې یو امریکايی سرتېری او یوولس نور کسان ووژل شول. ټرمپ همداراز تایید کړه چې په افغانستان کې د دېره امریکايي پوځیانو شمیر به چې د ۱۲ او ۱۳ زرو ترمنځ دی ۸۶۰۰ ته راکم کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون