افغانستان سلايډ (فيچر)

ناڅرګندو وسله‌والو جلال اباد کې د یوې جاپانۍ موسسې پر کارکوونکو برید کړی

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښارې کې نن سهار وختې د یوې جاپانۍ موسسې مشر ډاکتر ناکامورا او همکاران یې تر وسله‌وال برید لاندې راغلي.

د لومړنیو ورکول شویو معلوماتو په اساس، په دې برید کې خپله جاپانی الاصله افغان ډاکتر کامورا ټپي شوی او پنځه نور همکاران یې وژل شوي.په وژل شویو کسانو کې د نوموړي درې ساتونکي، موټر چلوونکى او يو بل ملګرى يې شامل دي.

دا پېښه نن سهار جلال اباد ښار کې رامنځته شوې ده.

ډاکټر ناکامورا په ننګرهار ولايت کې له څو لسیزو راهیسې خلکو ته وړیا خدمت او د ميليونونو ډالرو د بيارغونې کارونه ترسره کړي دي.

نوموړي ته په دې وروستیو کې د غوره خدمتونو په پار د افغانستان تابعيت هم ورکړل شوی و.

د دې برید مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

ناکامورا له ۲۰۰۳ کال راهېسې د ننګرهار په کامې، بهسود، کوز کونړ او دره نور ولسوالی کې د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ پروژې سرته رسولي، چې د افغان حکومت له لوري ته ورته په دې وروستیو د افغانستان تابیعت ورکول شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون