افغانستان سلايډ (فيچر)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: خلیلزاد به له کابل وروسته بېرته دوحې ته ګرځي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن بیا په یوه رسمي سفر کابل ته راغلی.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې نوموړی به له ولسمشر غني او نورو چارواکو او سیاستوالو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د ځنډیدلو هڅو پر بیا پيل او پراختیا وغږیږي.

همداراز راپورونه وايي، په دې اړه کابل ته د ولسمشر ټرمپ د سفر پر مهال د نوموړي او افغان ولسمشر ترمنځ هم خبرې شوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته رارسېدلی.

د یادونې ده، زلمی خلیلزاد داسې مهال کابل ته راځي، چې له طالب لوري سره د امریکا د درېدلو مذاکراتو د بیا پیل اوازې ګرمې شوې او نوموړي دا څو ورځې پرله پسې په دوحه کې له طالب ډيپلوماتانو سره په غیر رسمي خبرو او بحثونو بوخت و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون