افغانستان سلايډ (فيچر)

انس حقاني: ټولې هڅې به مو د سولې د راوستلو او اشغال ختمولو لپاره وي

د بګرام له زندانه د کابل د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په تبادله کې ازاد شوي تازه زندان او د طالبانو د مذاکراتي ټیم نوی غړی انس حقاني وايي هیله لري چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله تامین او اشغال ختم شي.

نوموړي په خپله یوه تازه مرکه کې چې له نن ټکي اسیا ویب پاڼې سره یې کړې، ویلي د خپلو مشرانو په لارښوونه دی د مذاکراتي ټیم غړی ټاکل شوی او د سولې لپاره به کار کوي.

نوموړی هیله من دی، چې د سولې خبرې به یوې پایلې ته رسېږي او په دې توګه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور پای ته ورسېږي او دلته روانه جګړه ختمه شي.

انس حقاني همداراز ویلي چې له زندانیانو سره ښه چلند کولی شي د سولې په برخه کې مثبتې پایلې ولري.

دده په خبره دواړه لوري باید له زندانیانو سره ښه چلند وکړي، ددوی بشري حقونو پر ځای کړي او د تبادلې لړۍ دوامداره ساتل به ټول اړخونه سولې ته نږدې کړي.

هغه وايي دمګړی د ټولو سیاسي اړخونو تر منځ باور جوړ شوی دی او سولې ته هیلې ډېرې شوې دي.

انس حقاني د ده او ملګرو په تبادله کې له طالب مشرتابه او ټولو سیاسي ګوندونو او دخیلو هېوادونو په ځانګړې توګه قطر او پاکستان او د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څخه مننه کړې، چې د دوی په تبادله او د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره یې د باورجوړونې د فضاء د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کړې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون