افغانستان سلايډ (فيچر)

د جاپاني ډاکتر ناکامورا په وژنه پراخ غبرګونونه

په افغانستان کې د کلونو کلونو راهیسې د کرنې او اوبو لګونې په برخه کې یو خدمتګار او د افغانانو د یوه مرستندوی شخصیت په وژنه، چې په رڼا ورځ د ننګرهار ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او د ښار په زړه او مهمه سېمه کې ووژل شو، په سیمه يېزه او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه را پارېدلي.

د خلکو  د یوه خدمتګار په توګه د نوموړي د مرګ په دوهمه ورځ هم لر او بر افغانان په ټولنیزو شبکو او ځانګړو مراسمو کې د ډاکتر ټټسو ناکامورا ویر نمانځي.

هغه تېره ورځ د سهار د اوه بجو په شاوخوا کې د جلال اباد ښار په منځ کې له کور څخه دفتر ته د تګ پر مهال د دوو موټر سپرو وسله والو بریدګرو تر برید لاندې راغی او د خپلو څلورو ساتونکو او ملګرو سره یو ځای ووژل شو.

که څه هم ویل کېږي، چې د جاپاني الاصله افغان ډاکتر ناکامورا جنازه تر اوسه له کابله خپل هېواد ته نه ده لېږدول شوې، او ډېری افغانان د ولسمشر غني حکومت ته د خلکو د واقعي خدمتګارانو د امنیت په تأمین کې د غفلت او ناغیړۍ له کبله ګوته نیسي، خو دا هم ترې غواړي، چې باید ډاکتر ناکامورا جنازه په ځانګړو مراسمو کې خپل هېواد ته ولېږدول شي.

تر اوسه چا د نوموړي د وژنې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی او نه هم حکومي چارواکو څوک د نوموړي د قتل په تور نیولي.

طالبانو دا پېښه په سختو ټکو غندلې او هر ډول لاس لرل یې پکې رد کړي.

بل پلو، ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، په جلال اباد کې د جاپاني وژل شوي خیریه کارکوونکي تېڅو ناکامورا د وژنې پلان له افغانستانه بهر چمتو شوی و.

د ښاغلي ناکامورا له وژل کېدو دوې ورځې وروسته ښاغلي میاخېل د دغې پېښې په تړاو ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو په خبره یې د دغې پېښې په تړاو یې ځینې شواهد موندلي دي.

تېتسو ناکامورا چې د اوبو مدیریت او د خلکو خیر ښېګړې چارو کې فعال و، تېره ورځ په جلال اباد کې نامعلوموو کسانو له خپلو پنځو افغان ملګرو سره یو ځای وواژه.

د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز ویلي ناکامورا کلونه د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ لپاره کار کړی و.

د نوموړې په وینا امریکا د ناکامورا پر وژل کېدو خپله ژوره خواشیني ښيي او د خپلې غمرازۍ مراتب څرګندوي. آلیس ویلز وایي نوموړی په افغانستان کې خلکو ته د خدمت سمبول و او وژل کېدل یې ستره ضایعه ده.

ناکامورا جاپانی وګړی و چې له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې یې په ننګرهار ولایت کې د زراعت او روغتیا په برخه کې خدمات ترسره کول. هغه تېره ورځ ناپېژانده وسله والو له خپلو پنځو نورو همکارانو سره په جلال اباد ښار کې وواژه.

د ناکامورا وژل کېدو په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي او عامه افغانان دې مسئلې سخت خواشیني کړي. دوی په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه د خپلې غمرازۍ پیغامونه شریکوي.

همدارنګه د جاپان حکومت ، افغانستان کې د جاپان سفارت او یو شمېر نورو هېوادونو او د ملګرو ملتونو نمایندګۍ د نوموړي پر وژنه سخته خواشینې ښکاره کړې او د هغه وژنه یې د انسانیت د دښمنانو کار بللی.

د جاپان ولسمشر ویلي، افغانان به د ناکامورا خدمتونه او ښيګڼې نه هېروي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون