ټکنالوژي

کوالکوم سنپ ډراگن له ۸۶۵ او ۷۶۵ پروسېسرونو څخه پرده پورته کړه

کوالکوم کمپنۍ د خپل راتلونکي نسل پیاوړي پروسېسر سنپ ډراگن ۸۶۵ څخه پرده پورته کړه او تر څنگ يې د منځنۍ وړتیا لرونکو ځیرکو موبایلونو لپاره ځانگړی پروسېسر سنپ ډراگن ۷۶۵ او سنپ ډراگن ۷۶۵جي هم معرفي کړل.

له دغې جملې څخه سنپ ډراگن ۸۶۵ تر ټولو پیاوړی پروسېسر دی چې راتلونکی کال به د مختلفو کمپنیو تر ټولو پرمختللو ځیرکو موبایلونو کې وکارول شي، خو سنپ ډراگن ۷۶۵ او ۷۶۵جي بیا منځني وړتیا لرونکي پروسېسرونه دي.

دغه پروسېسرونه به د ۲۰۲۰ په مختلفو پرمختللو او منځنۍ وړتیا لرونکو ځیرکو موبایلونو کې وکارول شي. سنپ ډراگن ۷۶۵ ډوله پروسېسر خپله ۵جي څخه ملاتړ کوونکی موډیم هم لري، چې د سنپ ډراگن ۸۶۵ پروسېسر يې نه لري او د دغه پروسېسر کاروونکي باید له ۵جي څخه د ملاتړ لپاره دوهم نسل کوالکوم اېکس۵۵ اضافي موډیم هم وکاروي.

سنپ ډراگن ۸۶۵ ډوله پروسېسر په ۳۰ فرېمز پر سېکنډ کې د ۸کې ریزلوشن لرونکې وېډیو ثبتولو وړتیا لري او د گیم لپاره هم پرمختللی پروسېسر بلل کېږي.

په دغه پروسېسر کې د مصنوعي ځیرکتیا وړتیاو ته ځانگړې پاملرنه شوې.

د ځیرکو موبایلونو او کوالکوم کمپنۍ تاریخ ته په کتلو سره ډېر امکان لري چې سامسنگ کلکسي اېس۱۱، گوگل پکسل۵، ون‌پلس۸، گلکسي نوټ۱۱ او نورو پیاوړو ځیرکو موبایلونو کې سنپ ډراگن ۸۶۵ ډوله پروسېسر وکارول شي.

ډېر امکان لري چې د ۲۰۲۰ فبروري یا مارچ کې وړاندې کېدونکی اېس۱۱ به لومړنی ځیرک موبایل وي چې د دغه پروسېسر سره وړاندې کېږي.

سنپ ډراگن ۷۶۵ او ۷۶۵جي کې هم د تصویرونو وړتیا، مصنوعي ځیرکتیا او گیمونو څخه ملاتړ ته ځانگړې پاملرنه شوې. دغه دوه پروسېسرونه له ۱۹۲ مېگاپکسله کامره، اېچ ډي ار۱۰ پلس، پنځم نسل منصوعي ځیرکتیا ماشین او ۴کې اېچ ډي ار وېډیو څخه ملاتړ کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون