روغتيا او ژوند

که مو ورۍ وینه کوي، دا کورنۍ درملنه مو مرسته کوي!

ورۍ اکثره د وریو پړسوب (Gingivitis) له امله، چې د وریو له عامو ناروغیو څخه ده، وینه کوي. خو د وریو پړسوب د وریو پېچلو ناروغیو پیل دی، او که يي پر وخت درملنه ونشي نو د غاښونو رژېدو سربېره د ځینو نورو پېچلو ناروغیو لامل هم گرځېدای شي.

ښه خبر دا دی، چې که د وریو وینه کېدل ناروغۍ مو وي، نو په خپل پخلنځي کې په شته موادو سره يې درملولی شئ. که د لاندې موادو له کارولو سربېره مو بیا هم د ورۍ وینه کېدل ونه درېږي، نو د غاښونو متخصص سره مشوره وکړئ.
دلته مو له ځینو هغو کورنیو درملو سره چې د ورۍ وینه کېدل درملوي، اشنا کوو:

۱- الو وېرا
الو وېرا غوره کورنۍ درمل دی، چې د وریو وینه کېدل هم درملوي. د دغې موخې لپاره، په ورځ کې درې ځلي د الو وېرا د بوټی جوس مضمضه کړئ. الو وېرا د باکتریا ضد خواص لري او د وریو د رغېدو پروسه چټکه کوي.

۲- د خوړو سوډا
له اوبو او خوړو سوډا څخه د غاښونو کریم جوړ کړئ. د خپلو غاښونو له برس کولو څخه وړاندې په دغه جوړ شوي کریم خپلو وریو ته مساژ ورکړئ. د سوډا القلي خواص هغه تېزابیت چې په وریو کې د باکتریاو له امله رامنځته شوي وي،په له منځه وړلو کې يې مرسته کوي.

۳- گبین
د خپلې گوتې په څوکه لږه اندازه گبین واچوئ او ورو ورو خپلې ورۍ پرې مساژ کړئ. گبین د پړسوب او باکتریا ضد خواص لري او هغه باکتریا چې د وریو وینه کېدو لامل گرځي، وژني. د دغې گټې لپاره ډاډه شئ چې په ورځني ډول پر خپلو وریو باندې گبین ووهئ.

۴- شیدې
شیدې د وېټامین کې (Vitamin K) او کلسیم غوره سرچینه ده، چې په مرسته يي ورۍ غښتلې کېږي او له وینه کېدو څخه يي مخنیوی کوي.
همداراز، د شیدې د پړسوب ضد خواص د ورۍ سوی اراموي او رامنځته شوی پړسوب له منځه وړي.

۵- مالگینې اوبه
مالگه د مېکروب او پړسوب ضد خواص لري، او وریو کې رامنځته شوی پړسوب کموي او هغه مېکروبونه چې د وریو د وینه کېدو لامل گرځي له منځه وړي.
د دغې موخې لپاره یوازې یوه اندازه تړمو اوبو او مالگې ته اړتیا ده. مالگه تړمو اوبو کې واچوئ او ښه يي گډه کړئ. په دغه محلول خپل خوله ووینځئ. او دغه کړنه په ورځ کې ۲ – ۳ ځلې تکرار کړئ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون