افغانستان سلايډ (فيچر)

خلیلزاد کابل کې؛ له سیاستوالو او شمېر عالمانو سره هم بحثونه کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په دوهمه ورځ له ولسمشر غني، چارواکو، او بېلابېلو سیاستوالو سربېره نن د پخواني ولسمشر حامد کرزي په استوګنځي کې له یو شمېر عالمانو سره هم کتلي.

کابل ته د خلیلزاد له سفر سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چار وزارت له طالبانو سره د خبرو د بیا پيلولو اعلان هم کړی.

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي، پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د هېواد یو شمېر علماو او مخورو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد او د دغه هېواد د ملی امنیت شورا د جنوبی او مرکزي آسیا څانګې له رئیسې مېرمن لیزا کورتیس سره وکتل.

خبرپاڼه وايي، په دغه کتنه کې د غونډې ګډونوالو د سولې په برخه کې د ښاغلي خلیلزاد د هڅو پوره ستاینه او ملاتړ وکړ او ورسره یې د سولې په پروسه کې د امریکا د حکومت د جدیت او صداقت غوښتنه وکړه.

د مجلس ګډونوالو په ډاګه کړه چې د افغانستان فعلي وضعیت او روان ناورین نور د خلکو د تحمل نه وتلی دی. دوی همداراز تأکید وکړ چې د افغانستان خلک د کامل اتفاق خاوندان او ټول په یوه ږغ د سولې د پروسي ملاتړ کوي.

خبرپاڼه کاږي، چې همدا شان مجلس دا هیله هم څرګنده کړه چې د امریکا حکومت په متحدانه توګه د سولې د پروسې حمایت وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون