افغانستان سلايډ (فيچر)

د ډاکتر ناکامورا کورنۍ د هغه د جسد د لېږد لپاره کابل ته را رسېدلې

راپورونه وايي، د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د یوه وسله وال برید په پایله کې د وژل شوي جاپاني الاصله افغان ډاکتر ناکامورا کورنۍ او خپلوان د هغه په مړي پسې نن کابل ته راورسېدل.

کابل کې د حکومت چارواکي هم وايي، چې سبا شنبه به د ناکامورا جسد د هغه خپلوانو ته په خاصو دولتي مراسمو کې وسپاري.

د ۷۳کلن ډاکتر ناکامورا په جسد پسې په راغلیو کسانو کې د هغه لور، مېرمن، د ښوونځي دوستان او درې تنه همکاران شامل دي.

دوی ته به کابل له سردار داوود خان روغتون کې د ناکامورا جسد وسپارل شي، ترڅو یې خپل پلرني ټاټوبي د جاپان فوکواکا ته ولېږدوي.

د ناکامورا د وژنې په غبرګون د جاپان سفارت له مخې څخه نیولې، په ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست، پېښور، اروپا او نورو ګڼو ښارونو کې افغانانو د ناکامورا په یاد شمعې بلې کړې او د هغه د انځور مخ ته یې د ګلانو ګېډۍ کېښودې.

افغان حکومت او طالبانو ناکامورا یو ویاړلی افغان او د انسانیت لوی خادم بللی دی.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون