افغانستان سلايډ (فيچر)

زلمی خلیلزاد د کابل له دوه ورځني سفر وروسته قطر ته ورسېد

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي کابل کې له ولسمشر غني، سیاسي شخصیتونو او چارواکو سره له سلا مشورو او بحثونو وروسته کابل کې خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه او د امریکا د اعلان سره سم به له طالبانو سره د سولې دریدلې خبرې بیا پيل کړي.

زلمی خلیلزاد د طالبانو او امریکايي زندانیانو د تبادلې وروسته قطر ته ولاړ او هلته یې د طالبانو له سیاسي استازو سره د سولې د دریدلو خبرو په اړه غیر رسمي او پټې خبرې وکړې.

نوموړی په داسې حال کې کابل ته ستون شو، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم افغانستان ته سفر وکړ او دا یې یو بریالی او ښه سفر وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ په یوې اعلامیه کې اعلان وکړ، چې ښاغلی خلیلزاد به کابل کې له اوسنیو او پخوانيو سیاسي چارواکو او حکومتي مشرانو سره له لیدنو کتنو وروسته قطر ته ستون شي او هلته به له ولسمشر ټرمپ سره د سولې دریدلې خبرې یو ځل بیا پيل کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون