افغانستان خبر سلايډ (فيچر)

ارګ: د ټاکنو پایلې به د نوماندانو په خوښه نه اعلانیږي

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ټینګار کړی چې د ټاکنو پایلې به د نوماندانو په خوښه نه بلکې د قانون او د ټاکنو د قواعدو مطابق اعلانیږي.

صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دې د قانون خلاف ادعاوې نه کوي او خپل غږ دې د لاریونونو د لایحې مطابق پورته کړي.

صدیق صدیقي همداراز پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ټاکنو پایلې به د نوماندانو په خوښه او سلیقه نه اعلانیږي څه چې په قانون کې راغلي همغسې به پایلې اعلانیږي.

تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار د تقلب ضد لاریونونه پیل کړي او پر ولسمشر غني یې تور پورې کړی چې په روانو ټاکنو کې یې له دولتي شتمنیو پخپله ګټه استفاده کړې.

صدیقي ټینګار کړی چې نوماندان نه شې کولای چې د ټاکنو په روان بهیر کې د ټاکنو پایلې په خپله خوښه اعلان کړي.

صدیقي زیاته کړې ده چې ولسمشر غني سره له دې چې ولسمشر دی خو بیا هم د ټاکنو قانون ته درناوی کوي او د پایلو اعلان د قانون مطابق غواړي.

درې میاشتې مخکې په هېواد کې ولسمشریزې ټاکنې وشوې چې تر اوسه یې پایلې اعلان شوي نه دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون