افغانستان سلايډ (فيچر)

خليلزاد دوحه کې په مؤقتي توګه د خبرو له دريدو وروسته پاکستان ته تللى

زلمى ‏خليلزاد نن جمعه/ ډیسمبر۱۳مه په تازه سفر کې پاکستان ته رسېدلی دی او هلته يې د پاکستان له ملکي او نظامي مشرانو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي د نن ورځې په اوږدو کې په خپله لومړۍ لېدنه کتنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل او هغه د سولې په برخه کې د مرستي ډاډ ورکړ.

همداراز اوس ماښام د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر پر خپل ټویټر خبر ورکړى چې ښاغلي خليلزاد د پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره هم وکتل.

که څه هم د دې لېدنو کتنو بشپړ جزئیات تر اوسه رسنیو ته نه دي را وتلي، خو ښايي د تشدد په راکمولو او له تړون سره هم مهاله بین الافغاني مذاکراتو او اوربند ته د طالبانو هڅول او چمتو کول د دې لیدنو د بحث وړ موضوعات وي.

د شنونکو په اند د طالبانو سره د سولې د تړون د لاسلیک اړوند د روانو خبرو په وقفه کې د خلیلزاد دا سفرونه په سیمه کې د اجماع جوړولو په مقصد دي.

همدغه راز ښايي د طالبانو سره د سولې د تړون د لاسلیک کولو په مراسمو کې د ځینو ښکېلو هیوادونو رسمي ور بللو لپاره هم ترسره شي.

طالبانو له دې وړاندې ویلي وو، چې له امریکا سره د تړون د لاسلیک مراسمو ته به ۲۳ هېوادونو او نړیوالو ټولنو او سازمانونو د ګډون بلنې ولېږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې دغه لنډه وقفه پداسې حال کې رامنځ ته شوې چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ د بگرام هوایي ډگر ته نژدې د یو روغتون په ودانۍ کې د موټر بمي او وسله وال برید پړه منلې ده. پدغه برید کې دوه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي. د پیښې قرباینان ټول ملکي وگړي دي.

پاکستان ته د ښاغلي خلیلزاد د تگ په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه/ د ایندۍ پر ۲۲مه په یوې اعلامیې کې ویلي، چې زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.

بیان وايي، چې دواړو لورو په افغاستان او سیمه کې د سولې او ثبات پر مسئلو باندې خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپاره کړي بیان کې شاه محمود قریشي له قوله ویلي: «له لومړۍ ورځې څخه د پاکستان دریځ داوو چې په زور باندې د افغانستان مسئله نشي حل کېدای، له همدې امله مو د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو ژر پیلېدو غوښتنه کوله.په سیمه کې امن تلپاتي ثبات په افغانستان کې سولې پوري تړلی دی.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون