افغانستان خبر سلايډ (فيچر) سوله

امریکا له طالبانو د سولې د تړون د لاسلیک لپاره د لس ورځني اوربند اعلان غواړي

د عربي رسنۍ الجزیرې د راپور په وینا په افغان سوله کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب مرکچیانو غوښتي، چې د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک په پار باید د اوربند اعلان وکړي.

راپورونه ښیي چې زلمي خلیلزاد له طالبانو څخه د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې او که چېرې دغه غوښتنه یې ونه منل شي نو ښایي د سولې مذاکرات یو ځل بیا ودرول شي.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ته نیږدې سرچینو ویلي چې امریکا غواړي د سولې هوکړه لیک د اوربند په فضا کې لاسلیک شي او کنه نو روان مذاکرت به ودرول شي.

د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې مذاکرات له څه مودې ځنډ وروسته بیا شروع شول، یوه اوونۍ وړاندې طالبانو په باګرام کې د امریکایانو په اډې برید وکړ چې له هغې وروسته د دواړو خواوو تر منځ خبرې دریدلې دي.

د سرچینې په وینا طالب استازي د خپلو مشرانو سره په مشوره بوخت دي او ښایې چې د بیا ځل مذاکراتو لپاره چمتوالی نیسي.

د باګرام له برید وروسته امریکایانو د سولې هوکړه لیک د لاسلیکولو لپاره د لس ورځو اوربند غوښتنه کړې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون