اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

د افغانستان زعفرانو د اتم ځل لپاره بیا لومړی مقام وګاټه

سږ کال دا اتم ځل دی چې د افغانستان زعفران د نړۍ تر ټولو غوره او باکیفیته زعفران وپېژندل شول.

د افغانستان د زعفران کارانو اتحادیې رئیس بشیر احمد رشیدي وايي، د افغانستان زعفران په بلجیم کې د ذایقې د انستیتوت تر ارزونو وروسته د کیفیت له پلوه د ټولې نړۍ په کچه لومړی درجه اعلان شول.

د رشیدي په خبره تر دا مهاله د افغانستان د زعفرانو د کیفیت د ښه والي لپاره ډېر زیات فعالیتونه شوي دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې ۴۳۰ ټنه زعفران تولیدېږي چې ۸ اعشاریه ۱۵ ټنه په کې د افغانستان تولیدات دي.

دا مهال د افغانستان یو کيلو ګرام زعفران په کورنیو بازارونو کې ۹۰ زره افغانۍ او له هېواده بهر په ۱۴۰۰ ډالر پلورل کېږي او دغه بوټی په افغانستان کې ورو- ورو د کوکنارو د بدیل ځای نیسي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون