ټکنالوژي

د گلکسي فولډ۲ انځورونه افشا شول – انځورونه

سامسنگ کمپنۍ اعلان کړی و چې غواړي د گلکسي فولډ ځیرک موبایل له بریا څخه وروسته د دغې لړۍ دوهم قاتېدونکې مخ‌پاڼه لرونکی ځیرک موبایل هم معرفي کړي.

خو سامسنگ کمپنۍ د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې وویل چې راتلونکی قاتېدونکې مخ‌پاڼه لرونکی ځیرک موبایل، گلکسي فولډ۲، به له پخواني گلکسي فولډ سره توپیر او د موټرولا رېزر فون ته به ورته ډیزاین ولري.

سامسنگ کمپنۍ په اکتوبر میاشت کې له مینه‌والو سره د دغه ځیرک موبایل ډیزاین اړوند ځینې معلومات شریک کړل، خو اوس يې تصویرونه افشا شوي چې ورسره جوخت د گلکسي فولډ۲ بشپړ ډیزاین هم په ډاگه شوی.

د دغو افشا شویو تصویرونو پر بنسټ، گلکسي فولډ۲ له دې وړاندې اکتوبر میاشت کې ښودل شوي ډیزاین ته ورته ده او سېلفي کامره په کې د پنج هول ډیزاین له لارې مخ‌پاڼه کې ځای پر ځای شوې.

د ځینو عامو فعالیتونو ترسره کولو لپاره د دغه ځیرک موبایل شاتنۍ برخه کې هم یوه کوچنۍ مخ‌پاڼه ورکړل شوې. د دې کوچنۍ مخ‌پاڼې په مرسته کاروونکي خپلې اړینې خبرتیاوې، پیغامونه او د اړیکه نیونکي نوم او شمېرې کتلو سربېره ځینې نور عادي فعالیتونه هم ترسره کولی شي.

شاتنۍ برخې کې همداراز اېل اې ډي فلش او دوه کامرې هم ورکړل شوي.

د ټکنالوژي برخې یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې ډېر امکان لري چې دغه ځیرک موبایل هم له ۱۰۸ مېگاپکسله وړتیا لرونکې اصلي کامرې سره وړاندې شي.

د خپرو شوو راپورونو پر بنسټ، د گلکسي فولډ بیه کېدای شي د ۸۵۰ – ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو ترمنځ وي. ځینو راپورونو کې همداراز ادعا شوې چې دغه ځیرک موبایل به فبروري کې له گلکسي اېس۱۱ ځیرک موبایلونو سره یو ځای کاروونکو ته معرفي شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون