افغانستان سلايډ (فيچر)

د قطر او افغان پارلمان غړو سره کتلي

راپورونه وايي، د افغانستان د ملي شورا ګډ پلاوي د اسیایي پارلمان د دوولسم اجلاس وروسته د قطر دولت د پارلماني هیئت له مشر او غړو سره لیدلي.

په دې کتنه کې چې د ولسي جرګې منشي محمد کریم اتل په مشرۍ ترسره شوې، د افغانستان د سولې په برخه کي یې د قطر هیواد  امیر تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثانی، د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د قطر د ولس د استازو څخه مننه وکړه، چې له تیرو څو کلنو راهیسي یې د افغانستان سره د اسلامي اخوت پر بنا د سولي او امنیت د ټیکاو په خاطر هر راز مرستي او هلي ځلې کړي دی.

د ولسي جرګې منشي د قطر هیواد د پارلماني هیئت څخه وغوښتل چي د افغان ولس د میني او اخوتِ اسلامي څخه ډک احترامات د قطر امیر ته وړاندي کړي او ترې وغواړي چي د افغانستان د سولې په پروسه کي په اسلامي خلوص سره د بین الافغاني مذاکراتو زمینه برابره کړي.

همدا راز د ولسي جرګې منشي  د قطر له استازو څخه وغوښتل چي افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو او کار کولو زمینه هم په خپل هیواد کې برابره کړي او د قطر پانګه وال وهڅوی چي افغانستان ته راشي او زموږ په هیواد کي پانګه اچونه وکړي.

د قطر هیواد د پارلماني هیئت ریس او غړو د ولسي جرګې د منشي الحاج محمد کریم اتل سره د لیدلو له کبله خوښی څرګنده کړل او ویې ویل چي افغانستان د قطر هیواد یو مسلمان دوست هیواد دی چي موږ اماده یو هم د سولې او هم د افغانستان د پرمختګ لپاره هر ډول مرستي وکړو او په همدې منظور مو په لمړي ځل سږ کال کابل ته خپل لمړني دایمي سفیر استولی ترڅو د افغانستان او قطر ترمنځ دوستانه، سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې پراختیا ومومي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون