ټکنالوژي

ریالمي خپل لومړنی ۵جي ځیرک موبایل وړاندې کوي

ریالمي کمپنۍ چې د اوپو کمپنۍ یوه څانګه ده، غواړي خپل لومړنی ۵جي ټکنالوژي لرونکی ځیرک موبایل وړاندې کړي. له دغه ځیرک موبایل څخه چې ریالمي اېکس۵۰ ۵جي (Realme X50 5G) نومول شوی، به د جنوري په ۷مه پرته پورته شي.

ریالمي کمپنۍ خپله ویبو نومې چېنایۍ وېب پاڼه کې د دغه ځیرک موبایل د وړاندې کېدو نېټه په ډاګه کړې، او له خپاره شوي بلنلیک څخه داسې ښکاري چې دغه ځیرک موبایل به دوو رنګونو کې کاروونکو ته وړاندې شي.

له دې وړاندې ریالمي کمپنۍ تاییده کړې وه چې په دغه ځیرک موبایل کې به د کوالکوم کمپنۍ سنپ ډراګن ۷۶۵جي ډوله منځنۍ وړتیا لرونکی پروسېسر کارول شوی وي.

همداراز ریالمي کمپنۍ دا هم تایید کړې چې دغه ځیرک موبایل به مخکینۍ برخه کې د سېلفي لپاره دوې کامرې ولري.

د ریالمي کمپنۍ یوه لوړ پوړي چارواکي، ژو چي چېس، هم رسنیو ته ویلي چې دا به د دې کمپنۍ لومړنی ۵جي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوونکی ځیرک موبایل وي. دغه موبایل کې به کاروونکی د دواړه ۴جي او ۵جي کارولو انتخاب ولري.

ریالمي کمپنۍ همداراز ویلي چې د جنوري په ۷مه به د ریالمي اېکس۵۰ ۵جي ترڅنګ د دې ځیرک موبایل ارزان بیه بڼه هم کاروونکو ته معرفي او خرڅلاو ته وړاندې کړي.

د دې ځیرک موبایل اړوند نور معلومات تر اوسه رسنیو سره نه دي شریک شوي، او افشا شوي هم نه دي.

دا چې د دې ځیرک موبایل نورې ځانګړنې څه دي، څومره رم او د فایل ثبتونې وړتیا ولري او کامرې به يې څو مېګاپکسله وي نور معلومات به یې د جنوري په ۷مه له کاروونکو سره شریک شي.

تر اوسه پورې د دې ځیرک موبایل بیې اړوند هم څه نه دي ویل شوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون