ټکنالوژي

روسیې د انټرنټ د بدیلې ټکنالوژۍ بریالۍ ازموینه ترسره کړه

روسیه له اوږدې مودې څخه انټرنټ د امریکا متحده ایالاتو ته د جاسوسۍ وسیله بولي، چې له همدې امله هڅه کوي د دغې ټکنالوژۍ بدیل کاروونکو ته وړاندې کړي.

خو اوس د روسيي د مخابراتو وزارت معین، الېکسيي سوکولوف رسنیو ته وویل چې د انټرنټ بدیله ټکنالوژي يې په بریالۍ توګه ازمویلې ده او  هېواد يې دغه ټکنالوژي د انټرنيټ د بدیل په توګه کارولی شي.

دغه پروسه د څو ورځو په اوږدو کې ټاکل شوو مخابراتي شرکتونو له لارې ترسره شوه.

دا ازموینې په نومبر کې د روسيې په پارلمان کې د «خپلواکه انټرنټ» قانون له تصویب څخه وروسته په لار واچول شوې.

روسیه غواړي دغه ټکنالوژي د امریکا د انټرنټ ملي امنیتي استراتیژي په بدل کې چې روسیه يې «بریدګره» بولي وړاندې کړي.

د روسيې د دغه نوي قانون پر بنسټ، ټولې دولتي ادارې او امنیتي خدمتونه، او همداراز مخابراتي شرکتونه باید په دغو ازموینو کې چې د کاروونکو په ورځني انټرنیټ کارونې باندې کوم اغېز نه لري ونډه واخلي.

سوکولوف په دې اړوند وویل: «زموږ موخه د روسيي په خاوره کې په هر حالت کې له کومې ستونزې پرته او خپلواکه انټرنیټ کاروونکو ته وړاندې کول دي. د دغو ازموینو پایلو ثابته کړه چې دولتي ادارې او مخابراتي کمپنۍ هر ډول خطر او ستونزو ته چمتو دي.»

د روسيي د مخابراتو وزیر همداراز زیاته کړه چې د مخابراتو وزارت به د دغو ازموینو تفصیلي راپور ولسمشر پوتین ته وړاندې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون