افغانستان امنيت سلايډ (فيچر) نړيوالې

واشنګټن پوسټ: د وحید مژده مرموزه وژنه

واشنګټن پوسټ د تیرې ورځې /ډسمبر پر ۲۵مه لیکي د افغانستان په قومي، مذهبي، او عقیدتي وېشل شوې ټولنه کي وحید مژده له فرقوي منازعاتو څخه وتلی و. هغه تل په خپل چم ګاونډ کي پرته له ساتونکو څخه پلی ګرځېده.

واشنګټن پوسټ لیکي، د افغانستان په څلوېښت کلن جنګ کي مژده هیڅکله توپک را وا نه خیست، بلکې د شعرونو د مجموعو په شمول يې څو کتابونه خپاره کړل. پدې وروستیو کلونو کې، ۶۶ کلن مژده د یوه جدي او ژور سیاسي مبصر په صفت پېژندل شوی و.

واشنګټن پوسټ لیکي، د نومبر پر ۲۰ مه څو تنو وسلوالو مژده هغه وخت وواژه، چې له مسجده کور ته روان و. د هغه قتل د کابل خلګ ولړزول. د ډاکټر عبدالله په شمول زیاتره مشران يې د فاتحې لپاره کور ته ورغلل. طالبانو د هغه مرګ «یوه ستره ضایعه» یاده کړه چې په وینا يې «د افغانستان د دوښمنانو» ترتیب کړې وه.

د امریکا معتبر اخبار لیکي سمدستي په افغان سوشل میډیا کي دا اوازه خپره شوه چي د حکومت سره تړلي مقتدري ډلي غواړي چې د مخالفانو ږغ ختم کړي. دا مقتدري ډلې هغه خلګ په نښه کوي چې د سولې پلویان دي او غواړي چي په خصوصي توګه د طالبانو سره تماسونه وساتي. په دې کسانو کي نظر محمد مطمین، قاضي حسن حقیار،شفیع اعظم  او یو شمېر نور شامل دي.

مطمین وايي چي پر هغه باندي هم حمله وشوه، خو هغه اوس ترکیې ته تللی دی. مطمین له ترکیې څخه واشنګټن پوست ته وویل چي څو ځله توقیف شوی دی، او څو کرته خبرداری ورکړل سوی دی چې سیاسي فعالیت باید ودروي. مطمین وايي،«موږ هیچا ته تهدید نه یو،‌موږ د سولي لپار کار کوو. هغوی غواړي چي موږ چوپ پاته شو.»

واشنګټن پوسټ لیکي افغان چارواکي زموږ سوالونو ته جواب نه وايي. د داخله وزارت چارواکي هم د واشنګټن پوسټ سره همکاري نه کوي. د اشرف غني ویاند، صدیق صدیقي، هم راڅخه پټ شو.

واشنګټن پوسټ لیکي په کابل کي د وحید مژده یاران وايي د سولي لپاره د مژده فعالیت ځیني مقتدر خلګ په قهر کړي ول. وحید مژده په مسکو کي هم د سولي په کانفرانس کي برخه اخیستې وه.

د وحید مژده د پوهنتون همصنفي، عبدالهادي ارغندیوال، وايي،«هغه یو عالم او صادق شخص وو. خو له بده مرغه د طالبانو په طرفداري د مژده موقف ځینو کسانو ته د زغم وړ نه وو.»

واشنګټن پوسټ وايي ځیني سیاسي مبصرین باور لري چي په حکومت کي مقتدرو ډلو وحید مژده په نښه کړیدی، ځکه هغوی د مخالفانو خفه کول غواړي. عبدالحکیم مجاهد وايي اوس هر څوک محتاط شوي دي،‌ ځکه «داسي د قدرت مرکزونه شته چې ښکاره مخالفت نه شي تحمل کولای. مژده یو نقاد وو،‌ خو افراطي نه و. هغه پر حکومت او طالبانو باندي انتقادونه کول.»

د وحید مژده ژوند ساده وو. د هغه ۲۸ کلن زوی احمد وايي،«هغه د علم عاشق وو. تل يې کور ته مېلمانه راوستل. له هیڅ شی څخه نه ډارېده، پر هغه باندي خپل وطن ګران و.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون