ټکنالوژي

نوکیا دوه نوي موبایلونه خرڅلاو ته وړاندې کوي

نوکیا کمپنۍ له کومې ځانګړې غونډې پرته خپل دوه موبایلونه چې یوازې د بنسټیزو موخو لپاره د کارونې وړ دي کاروونکو ته معرفي کړل. د دې موبایلونو څخه یو يې نوکیا ۲۷۲۹ او بل يې نوکیا ۸۰۰ نومول شوي چې لومړنی هغه يې ډېر پیاوړې او دوهم يې قاتېدونکی مبایل دی.

نوکیا۸۰۰

نوکیا ۸۰۰ نومې موبایل سختو حالاتو کې د کارونې لپاره جوړ شوی، چې ډېر پیاوړی او کلک دی.

نوکیا۸۰۰ د ای پي اېس۶۸ ټکنالوژۍ په مرسته د اوبو او ګرد ضد وړتیا لري او ۳۰ دقېقو لپاره یو نیم متر د اوبو لاندې هم کار کوي.

دا موبایل له داسې موادو څخه جوړ شوی، چې ډېر کلک دی او که له لاس څخه وغورځېږي هېڅ اغېز پرې نه کوي. نوکیا۸۰۰ داسې جوړ شوی چې که چېرې له ۱٫۸ متر اوچتوالي څخه په کانکرېټ ولوېږي هم کوم اغېز پرې نه کوي.

نوکیا کمپنۍ ادعا کوي چې کاروونکي نوکیا۸۰۰ حتی د تودوخې منفي ۲۰ درجې کې هم کارولی شي. د دې موبایل شاوخوا کې داسې ربړ کارول شوی، چې موبایل له سړې هوا څخه خوندي ساتي.

نوکیا۸۰۰ د ۴جي ټکنالوژۍ سربېره اېل ټي اي څخه هم ملاتړ کوي او یو اېل اې ډي فلش او یوه ۲ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره هم لري. کاروونکو لپاره په دې موبایل کې یو اېپ سټور هم ورکړل شوی.

نوکیا۲۷۲۰

نوکیا۲۷۲۰ دوې مخ‌پاڼې لرونکی قاتېدونکی موبایل دی، چې د پخواني فیچر فون نوې او پرمختللې بڼه بلل کېږي.

په دې موبایل کې یوه ۲٫۸ انچه کیو وي جې اې ډوله مخ‌پاڼه ورکړل شوې. بهرنۍ برخه کې هم یوه ۱٫۳ انچه کوچنۍ مخ‌پاڼه لري چې د ځینو بنسټیزو موخو د ترسره کولو وړتیا لري.

په دې موبایل کې ټي۹ فزیکي کېبورډ ورکړل شوی، له جي پي اېس څخه ملاتړ کوي، او د کاریالونو ښکته کولو لپاره کای اېپ سټور هم په کې موجود دی.

نوکیا۲۷۲۰ هم وای فای او هم اېل ټي اي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوي او کاروونکي پکې د هاټ سپاټ له لارې له نورو سره انټرنیټ هم شریکولی شي.

د دې موبایل یوه بڼه له یو سیمکارت څخه او دوهمه بڼه يې دوو سیمکارتونو لپاره ځای لري. دې موبایل کې هم اېل اې ډي فلش، ۲ مېګاپکسله کامره او ۴ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې. کاروونکي د میموري کارت له لارې دغه وړتیا نوره هم زیاتولی شي.

دغه دواړه موبایلونه به چېنایي بازارونو کې له څو ورځې پس له ۳۰ ډسمبر څخه خرڅلاو ته وړاندې شي. د نوکیا۸۰۰ بیه ۸۹۹ یوان او د نوکیا ۲۷۲۰ قاتېدونکی موبایل بیه ۵۹۹ یوان ټاکل شوې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون