ټکنالوژي

سامسنګ ګلکسي اېس۱۱ نه وړاندې کوي

سامسنګ کمپنۍ د ګلکسي اېس۱۰ او ګلکسي نوټ۱۰ لړۍ ځیرکو موبایلونو بریا څخه وروسته غواړي د ګلکسي اېس لړۍ نوي ځیرک موبایلونه معرفي کړي. دغو ځیرکو موبایلونو معرفي کېدو ته له دوو میاشتو لږه موده پاتې ده.

له څو میاشتو د ګلکسي اېس لړۍ راتلونکو پیاوړو ځیرکو موبایلونو اړوند د معلوماتو افشا کېدو لړۍ هم پیل شوې، چې مختلفو باوري سرچینو له لوري د دغو ځیرکو موبایلونو د ډیزاین په ګډون یو شمېر مهمې ځانګړنې يي هم افشا شوي.

له دې وړاندې ټولو باوري سرچینو ادعا کړې وه چې د ګلکسي اېس د لړۍ راتلونکي ځیرک موبایلونه به ګلکسي اېس۱۱ ونومول شي، خو داسې ښکاري چې داسې به ونه شي.

په دې وروستیو کې «ایس یونیورس»، چې د معلوماتو باوري افشا کوونکی دی، وروستی ټویټ څخه داسې ښکاري چې د ګلکسي اېس لړۍ راتلونکي ځیرک موبایلونه به ګلکسي اېس۲۰ ونومول شي. د دې لامل کېدای شي دا وي چې سامسنګ غواړي نوې لسیزې سره خپل د ځیرکو موبایلونو نوم، ډیزاین، ځانګړنې او کامرې وړتیا هم بدله کړي او له خپلو رقیبانو، په ځانګړی ډول ایفون څخه وړاندې شي.

له دې سربېره ایس یونیورس د ګلکسي اېس لړۍ راتلونکو ځیرکو موبایلونو د معرفي کېدو نېټې اړوند لیکلي: «اوسمهال، د ګلکسي اېس۱۱ یا ۲۰ د معرفي کېدو لپاره دوه نېټې ښودل شوي چې یو یي د فبروري ۱۱مه او بل يي ۲۰مه ده. خو زما په اند دغو ځیرکو موبایلونو څخه به د فبروري په ۱۱مه پرده پورته شي.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون