ټکنالوژي

سامسنګ ۲۰۲۰ پیاوړو خو ارزان بیه ځیرکو موبایلونو سره پیلوي

افشا شوي معلومات ښيي چې سامسنګ له څو میاشتو راهیسې دوه ارزان بیه ځیرکو موبایلونو «ګلکسي اېس۱۰ لایټ» او «ګلکسي نوټ۱۰ لایټ» باندې کار کوي چې ډېر امکان لري د ۲۰۲۰ په پیل کې کاروونکو ته معرفي شي.

د دغو ځیرکو موبایلونو یو شمېر مهمې ځانګړنې له وړاندې څخه افشا شوي، خو اوس د کوریا هېرالد ورځپاڼې راپور ورکړی چې ډېر امکان لري چې دغه ځیرک موبایلونه د جنوري لومړۍ لسیزې کې معرفي شي.

دغه ځیرک موبایلونه به د امریکا په لاس وېګاس ښار کې د ټکنالوژۍ تر ټولو سترې غونډې «سي اي اېس۲۰۲۰» کې به کاروونکو ته معرفي او خرڅلاو ته د وړاندې کېدو نېټه به يي په ډاګه شي.

تر دې دمه افشا شوي معلومات ښيي چې ګلکسي اېس۱۰ لایټ به ۶٫۷ انچه سوپر امولېډ ډوله مخ‌پاڼه ولري. ګلکسي اېس۱۰ لایټ به ۳۲ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامرې سره وړاندې شي.

د راپورونو پر بنسټ، د کوالکوم کمپنۍ سنپ ډراګن ۸۵۵ ډوله پروسېسر، ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا به د ګلکسي اېس۱۰ له نورو مهمو ځانګړنو څخه وي. کاروونکي د فایل ثبتونې وړتیا د میموري کارت له لارې له دې هم زیاتولی شي.

ګلکسي اېس۱۰ لایټ به شاتنۍ برخه کې ۳ کامرې ولري، چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي کامره، ۱۲ مېګاپکسله الټراوایډ لېنز او ۵ مېګاپکسله مایکرو لېنز به په کې شامل وي.

که څه هم د ګلکسي اېس۱۰ لایټ ټولې ځانګړنې اصلي ګلکسي اېس۱۰ ته ورته دي، خو بیه به يي له ګلکسي اېس۱۰ څخه ډېره ټیټه وي.

له دې سربېره، ګلکسي نوټ۱۰ لایټ به هم ۶٫۷ انچه مخ‌پاڼه ولري او د سامسنګ کمپنۍ اګزینوس ۹۸۱۰ پروسېسر سره به وړاندې شي. ۶ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا، چې میموري کارت له لارې له دې هم اضافه کېدای شي، به د دغه ځیرک موبایل نورې مهمې ځانګړنې وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون