افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

کندهار کې په لومړي ځل د شترمرغانو فارم جوړ شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رسنیو ته په یوې استولې خبرپاڼې کې ویلي، چې په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د شوتریو یا شتر مرغانو د روزنې فارم جوړ شو.

خبرپاڼه وايي، چې دا فارم د خصوصي سکټور لخوا جوړ شوی او په کندهار ولایت کې د خپل ډول لومړنی فارم دی چې تر اوسه ترې ۶ زره شترمرغان پلورل شوي دي.

دغه وزارت کندهار ، کابل او نور ولایتونه د شترمرغانو د غوښې مهم بازارونه بولي او وایي، غوښه یې د وسپنې لرلو تر څنګ د وینې غوړو او لوړ فشار ته ډېره ګټه لري.

شترمرغ یو افریقایي مرغه دی چې په یوه ساعت کې د ۷۰ کیلومتره سفر کولو وړتیا لري.

دغه مرغه له ۶۴ نه تر ۱۴۵ کیلوګرامو پورې وزن او تر ۲ اعشاریه اته مترو پورې قد لري، چې د غوایانو او پسونو د غوښو ښه بدیل دی.

د کرنې وزارت وایي، د شترمرغانو روزنه ډیر کم مصرف غواړي، خو عواید او ګټه يې خورا زیاته ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون