ټکنالوژي

ساینسپوهان د انسان اعصابو ته ورته حافظه جوړوي

د جاپان په مټېریل ساینس ملي انسټیټیوټ کې د نړیوالو ساینسپوهانو یو ډله سره راټول شوي چې د نیورمورفیک شبکې مواد کارولو سره د انسان اعصابو ته ورته حافظه جوړه کړي.

د نړۍ د چپ جوړونې تر ټولو مشهوره کمپنۍ، اېنټل، وايي چې نیورومورفیک محاسبه د انساني اعصابو عصبي جوړښت او عملیات غوره کولو لپاره کارول کېږي.

جاپان کې د ساینسپوهانو دغه ډله هم غواړي چې داسې یوه حافظه چې د انسان اعصابو ته ورته وي او اوسنیو کمپیوټرونو سره به ډېر توپیر ولري ډیزاین او جوړ کړي.

دغه ډله همداراز هیله څرګنده کړې چې دغه څېړونه به له دوې سره د انسان د اعصابود معلوماتو پروسس کولو په کړنلارې پوهېدو کې هم د پام وړ مرسته وکړي.

په دې برخه کې له دې وړاندې هم مهمې څېړنې ترسره شوي، چې د ساینسپوهانو دغه ډله به هم پخوانیو څېړنو پر بنسټ خپلو هڅو او څېړنو ته ادامه ورکوي.

څېړونکي په دې باور دي چې د نیورومورفیک شبکې په مرسته دوی کولی شي داسې یوه حافظه چې د انسان اعصابو ته ورته ځانګړنې ولري جوړ کړي، چې دا به د کمپیوټر په برخه کې د یو ستر انقلاب لامل شي.

په داسې حال کې چې اوس هم منصوعي ځیرکتیا د انسانانو په ژوند ځانګړی اغېز لري او دغه اغېز مخ په زیاتېدو دی، خو په جاپان کې راټول شویو دغو ساینسپوهانو بریا به مصنوعي ځیرکتیا له دې هم پیاوړی او پرمختګ به يي ګړندی کړي.

خو باید دا هم په یاد ولرو چې اعصاب د انسان یو له تر ټولو پېچلو اعضاو څخه دی او دې ته ورته حافظه جوړول به ساینسپوهانو ته یوه تر ټولو پېچلې او ستره ننګونه وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون