افغانستان سلايډ (فيچر) سوله نړيوالې

اسوشيټيډ پريس: د پنځه زره طالب زندانیانو برخلیک د سولې په تړون پورې تړلی

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د کابل په څرخي پله زندان کې د ځينې طالب بندیانو په حواله راپور ورکړی چې طالبانو له امریکایانو څخه د خپلو شاوخوا ۵۰۰۰ بندیانو د ورخوشې کولو غوښتنه کړې او د دغو بندیانو لیست یې هم ورکړی دی.

په افغانستان کي په زرهاوو طالب بندیان د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولي موافقه د خپلي آزادۍ پیلامه ګني او د هغوی د ازادېدو مسأله په موافقې کې هم نیول سوې ده.

سرچینه وایي، د دغو پنځه زره بندیانو د د خوشې کولو په اړه بحثونه روان دي خو په ورته وخت کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي پلټونکي جان سوپکو ویل ، نه افغان حکومت او نه هم امریکا د طالب بندیانو خوشې کولو ته چمتو ده.

بلپلو په ویلسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د برخې رېیس مایکل ګوګلمین وایي، افغان او امریکایي لوري ته اړتیا ده تر څو د طالب بندیانو د خوشې کولو په کار کې لازم احتیاط نه کار واخلي.

نوموړی وایي، باید هغه طالبان له زندانونو ازاد شي چې د وضعیت د بې ثباته کولو وېره ترې نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ داسې راپورونه ورکړل شول چې طالبانو له امریکا سره د سولې د هوکړې لاسلیک ته د زمینې برابرولو په خاطر په لنډ مهالي اوربند هوکړه کړې ده، او ژر به د هوکړې د لاسلیک وخت په ډاګه شي خو د طالبانو ویندویانو بیا دا خبرې رد کړې.

اسوشیټډ پریس د پلچرخي په بدنامه محبس کي د طالب بندیانو سره مرکې کړيدي. اسوشییټډ پریس وايي چي ځیني طالب بندیان د پخواني حاکمیت خوبونه ویني، خو زیاتره يې باور لري چي وضع د پخوا په شان نده، او هغوی هم د ښځو د تعلیم او کار کولو سره مخالفت نه لري.

د څرخي پله یو تن زنداني طالب مولوي نیاز محمد، وايي: «موږ د ښځو تعلیم غواړو. موږ غواړو چي هغوی په هره اداره کي کار وکړي. خو دا باید د اسلام سره سم وشي.»

هغه همداراز وايي چي ځوان افغانان باید له طالبانو څځه ډار و نه لري، ځکه هغوی به دا وطن ابادوي.

اسوشیټډ پریس وايي، طالبان د بندیانو په اړه دقیق او ورځني معلومات لري، هغوی په محبسونو کي د ارتباطاتو قوي شبکې لري.

ویل کېږي، چې اوس مهال په پلچرخي کي تقریبا درې زره طالب بندیان موجود دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون