افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

امریکا ايم ټي این مخابراتي شرکت طالبانو ته په پيسو ورکولو تورن کړی

د امریکا فډرالي محکمې پر ایم ټي این مخابراتي شرکت په افغانستان کې طالبانو او نورو ځایونو کې القاعدې ته د پيسو ورکولو او مالي ملاتړ تور لګولی دی.

دا محکمه وايي، دا حکم یې په دې تړاو د ۱۵۰ هغو وژل شویو امریکايي عسکرو کورنیو د شکایتونو پر بنسټ ورکړی،چې په منځني ختیځ کې د دې ډلو په بریدونو کې وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

د محکمې په وینا یوازې افریقايي شرکت ایم ټي این نه دی بلکې له شپږو نورو مخابراتي شرکتونو څخه هم ورته شکایتونه شوي دي خو ایم ټي این بیا طالبانو او القاعدې شبکې ته تر ټولو زیات باج او مالي مرسته ورکړې ده چې دوی به یې په اړه پلټنې وکړي.

د محکمې په وینا، د ایم ټي این لخوا طالبانو ته دا پيسې د دې لپاره ورکړل شوې دي، چې د دوی مخابراتي پایو ته زیان ونه رسېږي چې په افغانستان کې نور مخابراتي شرکتونه هم په دې چاره د طالبانو لخوا مکلف دي او په خپلو تشکیلاتو کې يې ورته د مؤسساتو او مخابراتو د کنټرول لپاره بېله اداره جوړه کړې ده.

دا محکمه هم مني، چې نورې کمپنۍ هم پیسې ورکوي، خو ډېره برخه یې د ایم ټي این شرکت ده، چې د همدوی په پیسو  د طالبانو جنګي دستګاه قوې کېږي او له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۷ کال پورې ګڼ امریکايي سرتېري مړه اوټپیان شوي دي.

بلخوا د افریقا ایم ټي این شبکې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې تړاو مستقیم ځواب په اوس وخت کې نه شي ویلی، بلکې پخپله د جزیاتو د څېړلو په هڅه کې دي.

د یادونې ده، چې ایم ټي این شبکه په افریقا کې فعاله ده چې د نړۍ په کچه اتمه درجه لري او ۲۴۳ میلیونه کاروونکي لري چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې هم فعاله شبکه ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون